سعودي عرب د سرمايه كارۍ راغب كولو په لويو هېوادونو كښې شامل شو

رياض۔21 فروري(اے پي پي) سعودي عرب د سرمايه كارۍ راغب كولو په لويو هېوادونو كښې شامل شو۔ د العربيه تر مخه د سعودي د سرمايه كارۍ وزير امريكا كښې د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو فاونډېشن تر سېوري لاندې د سمټ په مهال د يو ډئېلاګ ناسته كښې ووئېل ډېرې داسې اشارې شته په كومو چې مونږ له رڼا اچول غواړي ۔ په خاص توګه سعودي عرب كښې د غېر ملكي …

رياض۔21 فروري(اے پي پي) سعودي عرب د سرمايه كارۍ راغب كولو په لويو هېوادونو كښې شامل شو۔ د العربيه تر مخه د سعودي د سرمايه كارۍ وزير امريكا كښې د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو فاونډېشن تر سېوري لاندې د سمټ په مهال د يو ډئېلاګ ناسته كښې ووئېل ډېرې داسې اشارې شته په كومو چې مونږ له رڼا اچول غواړي ۔ په خاص توګه سعودي عرب كښې د غېر ملكي سرمايه كارو شمېره زياته شوې۔دا شمېره تر 40 زره رسېدلې ده ۔ د سعودي عرب ويژن 2030 په پېل كښې د غېر ملكي سر مايه كارو شمېره 7000 زره وه ۔ده وضاحت وكړو چې د مملكت محموعي پېداوار يوازې په تېلو او ګاز منحصر نه دے ۔ واضحه دې وي د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په ميامي كښې ٬٬ په مقصد اډاڼه سرمايه كارۍ ٬٬ سر خط د سعودي فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو تر سېوري لاندې د ترجيحې سمټ د درېم ايډېشن پرانسته كړې ۔ پخپله وېنا كښې ټرمپ د سعودي عرب او د هغوي د نامتو مشرتابه مننه وكړه او دا يې هم ووئېل چې د امرېكې غوره دور په رسمي توګه پېل شوے دے۔

مزید خبریں