برلن ۔21 فروري (اے پي پي) د المان خارجه وزيرې اينا لينا بېربوك په ماضي كښې د جنسي ځورونې سره د مخ پاتې كېدو د خپلې ذاتي تجربې انكشاف كړے دے۔ د العربيه تر مخه دې ووئېل هغه پیښه د څو لسيزو تېرېدو نه پس هم ماته ياده ده ۔ بېئربوك جاري كړي يو پوډ كاسټ كښې ووئېل د مېرمنو خلاف د ځورونې او د جنسي تشدد خلاف تحريك ٬٬ …
د المان خارجه وزيرې په ماضي كښې د جنسي ځورونۍ سره د مخ كېدو انكشاف وكړو

مزید خبریں
برلن ۔21 فروري (اے پي پي) د المان خارجه وزيرې اينا لينا بېربوك په ماضي كښې د جنسي ځورونې سره د مخ پاتې كېدو د خپلې ذاتي تجربې انكشاف كړے دے۔ د العربيه تر مخه دې ووئېل هغه پیښه د څو لسيزو تېرېدو نه پس هم ماته ياده ده ۔ بېئربوك جاري كړي يو پوډ كاسټ كښې ووئېل د مېرمنو خلاف د ځورونې او د جنسي تشدد خلاف تحريك ٬٬ مي ټو ٬٬ ماته د جنسي ځورونې سره د مخ پاتې كېدو په بابله د خپلو ذاتي تجربو په سوچ كولو مجبوره كړم۔ خارجه وزيرې په پوډ كاسټ ٬٬ جي سپاټ ميټ سټيفني ګېسنجر ٬٬ كښې ووئېل ماته يوه پیښه ياده ده كومه چې هغه وخت رامخې ته شوې وه چې كله زه د سكول سبق والو سره په بس كښې روانه ووم۔ دې ووئېل يو بوډا سړي زما خپه داسې وچيچله چې زه بيا په نورو پينځو سټاپونو د بس نه د كوزېدو پاتي نه شوم۔ دا پیښه دومره عجيبه وه چې ما خپلې مور ته په دې حقله هيڅ نه دي وئېلي۔ خارجه وزيرې ووئېل دغه پیښه اوس هم زما په ذهن كښې هغسې تازه موجود ده۔










