رياض۔21 فروري (اے پي پي) د الحرمېن الشريفين د چارو جنرل اتهارټي وئېلي دي مسجد نبوي مدينه منوره ته په تېره يوه اونۍ كښې 50 لاكه 32 زره او 169 مونځ ګزار او زائرين راغلي دي ۔ د ايس پي اے ترمخه جنرل اتهارټي خپل راپور كښې ووئېل 5 لاكهه 49 زره 388 زائرينو د رسول ۖ په روضه حاضري وكړه او 2 لاكهه 69 زره 238 په رياض الجنه …
سعودي عرب٬ مسجد نبوي ته په يوه اونۍ كښې 5 ملين زائرين راغلل

مزید خبریں
رياض۔21 فروري (اے پي پي) د الحرمېن الشريفين د چارو جنرل اتهارټي وئېلي دي مسجد نبوي مدينه منوره ته په تېره يوه اونۍ كښې 50 لاكه 32 زره او 169 مونځ ګزار او زائرين راغلي دي ۔ د ايس پي اے ترمخه جنرل اتهارټي خپل راپور كښې ووئېل 5 لاكهه 49 زره 388 زائرينو د رسول ۖ په روضه حاضري وكړه او 2 لاكهه 69 زره 238 په رياض الجنه (روضه شريف) كښې مونځ ادا كړو ۔ اتهارټي ووئېل د بېلو قامونو څخه تعلق لرونكو 10 زره 302 كسانو د ترجمې د خدمات نه ګټه پورته كړه ۔ د مسجد نبوي په مخصوص برخو كښې 1 لاكه 34 زره روژه نيوونكو له د روژه ماتي پیكټونه وركړے شوي ۔ دغسې د 1 زر او 360 ټن زمزم نه علاوه د لېبارټري ټېسټ لپاره 150 سېمپلز جمع كړے شوي او د صفائي او سېنېټائزنګ 21 زره 181 لټر جراثيم ګش ماده كارولې شوې










