ماسکو 21 فروري (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ټيلي فوني تماس نيولو كښې د امريکې سره د خبرو په كوربتوب كولو د هغه مننه وكړه۔ العربيه اردو له مخې د روس صدر ووئيل د سعودي قيادت خبرو اترو لپاره يو ښه چاپيرچل وركړے۔د فون کال په مهال ولاديمير پيوټن او شهزاده محمد بن سلمان د تيلو منډيانو په استحکام …
د روس صدر سعودي ولي عهد سره ټيلي فوني تماس ،امريکې سره د خبرو اترو په كوربتوب كولو ئې د هغه مننه وكړه

مزید خبریں
ماسکو 21 فروري (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ټيلي فوني تماس نيولو كښې د امريکې سره د خبرو په كوربتوب كولو د هغه مننه وكړه۔ العربيه اردو له مخې د روس صدر ووئيل د سعودي قيادت خبرو اترو لپاره يو ښه چاپيرچل وركړے۔د فون کال په مهال ولاديمير پيوټن او شهزاده محمد بن سلمان د تيلو منډيانو په استحکام او اوپيك پلس کښې دننه د مرستي په اهميت زور راوړو۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د روس خارجه وزارت وياند ماريا زاخارووا له مخې په اړوند تناظر كښې روس ووئيل د روس- امريکې خبرې اترې د امريکې پخوانۍ انتظاميې د اړخه د پيدا کړے شوو نړيوالو مسئلو د حل كولو شروعات دې۔ شهزاده محمد بن سلمان په لارښودنه كښې سعودي عرب نړۍ كښې سلامتيا او امن زياتولو لپاره د سعودي هڅو د برخې په توګه رياض كښې د روس او امريکا ترمينځه د خبرو اترو كوربتوب كړے










