سعودي عرب د ډيزرټ آبزرور 4 مشق په پېښه د كويت سره د يووالي څرګندونه

رياض 21 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت په پوځي مشقونو كښې د ګڼو پوځي اهلكارو په مړينه او ژوبل كيدو د كويت سره د يووالي څرګندونه كړي ده ۔اېس پي اے له مخې وزارت په خپل يو بيان كښې ووئيل سعودي عرب په دې پېښه كښې د مړو شوو كسانو كورنيو او كويت حکومت او اولس سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كوي۔ سعودي عرب په …

رياض 21 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت په پوځي مشقونو كښې د ګڼو پوځي اهلكارو په مړينه او ژوبل كيدو د كويت سره د يووالي څرګندونه كړي ده ۔اېس پي اے له مخې وزارت په خپل يو بيان كښې ووئيل سعودي عرب په دې پېښه كښې د مړو شوو كسانو كورنيو او كويت حکومت او اولس سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كوي۔ سعودي عرب په پېښه كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په دې مهال د کويت پوځ د دفاع وزير شيخ عبدالله علي عبدالله الصباح په سپارښتنه تربيتي مشق “ډيزرټ آبزرور 4” د پېښي پلټنو لپاره د يوې شريكې “کويت- امريکن” تکنيکي ډلي جوړولو اعلان وکړو ۔دا ډله به د پېښې وجوهات معلوموي

مزید خبریں