د امرېكا پوځ په دفاعي بجټ كښې د 50 اربه ډالره ممكنه كمي لپاره چمتوالے نيسي

واشنګټن ۔20 فروري (اے پي پي) د امرېكې دفاع محكمې د نوي ټاكلي شوي صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په دفاعي بجټ كښې د 50 اربه ډالره ممكنه كمي كولو مقابلې لباره چمتوالے نيول پېل كړے۔ د پېنټاګون د اړخه جاري بيان تر مخه د امرېكې پوځ ته امر شوے چې هغوي د مالي كال 2026 راروان بجټ څخه د 50 بلين ډالرو ممكنه كمي كولو لپاره فهرست جوړ كړي۔ …

واشنګټن ۔20 فروري (اے پي پي) د امرېكې دفاع محكمې د نوي ټاكلي شوي صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په دفاعي بجټ كښې د 50 اربه ډالره ممكنه كمي كولو مقابلې لباره چمتوالے نيول پېل كړے۔ د پېنټاګون د اړخه جاري بيان تر مخه د امرېكې پوځ ته امر شوے چې هغوي د مالي كال 2026 راروان بجټ څخه د 50 بلين ډالرو ممكنه كمي كولو لپاره فهرست جوړ كړي۔ د بيان تر مخه تېر صدر جوبائيډن 2025 لپاره نزدې د اته نيم كهرب ډالر منظوري وركړه وه۔د اے پي راپور تر مخه د نوي ټاكلي صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په دغه كښې نزدې د 8 فيصده كمي كولو امكان دے۔ بيان تر مخه پوځ كال 2025 لپاره د صدر بائيډن ترجيحي منصوبو فنډز د صدر ټرمپ تر حيحي منصوبو ته په منتقل كولو كار پېل كړے دے۔ واضحه دې وي د امرېكې دفاع وزير پيټ هيګ سېټه د پېنټا ګون په بجټ 2026 د نظر ثانۍ كولو حكم جاري كړے دے۔ هغه د دفاع محكمې سينئر لارښودو ته وئېلي دي چې د كمولو لپاره پلان جوړ كړئ چې ورسره به دفاعي بجټ كښې د كال 8 فيصد په حساب په راروانو پينځو كلونو كښې نزدې 290 بلين ډالره كمے راتللے شي۔ ده ووئېل د دفاع محكمې له د جنګيالو اخلاق بحالولو ٬ زمونږ د پوځ بيا رغونې او ډيټرنس بيا قائمولو لپاره سمدستي كارول غواړي۔ زمونږ بجټ به جنګي قوت ته وسائل وركوي د كوم چې مونږ ته ضرورت دے۔ غېر ضروري دفاعي خرڅونه كم٬ د ضرورت نه زياته بېورو كرېسي مسترد او د آډت پېشرفت پشمول د عمل وړ اصلاحات به كولې شي۔

مزید خبریں