نوې ډېلۍ 20 فروري (اے پي پي) د هند په آسام ايالت كښې د مرستې كاركنانو 44 ورځې پس د سكارو درنګ څخه 5 بې دركه مړي راويستلي دي ۔شنهوا له مخې چارواكو د زيارت په ورځ ووئېل په 6 جنوري د آسام ايالت سر ښار ديسپور څخه 241 كلوميټر سوئېلي ختيز كښې د ديماهاساو اولسوالۍ په عمرنګسو سيمه كښې د سكارو په درنګ كښې د اوبو راجمع كېدو پیښه …
په هند كښې د 5 بې دركه كيندونكو مړي 44 ورځې پس وموندل شول

مزید خبریں
نوې ډېلۍ 20 فروري (اے پي پي) د هند په آسام ايالت كښې د مرستې كاركنانو 44 ورځې پس د سكارو درنګ څخه 5 بې دركه مړي راويستلي دي ۔شنهوا له مخې چارواكو د زيارت په ورځ ووئېل په 6 جنوري د آسام ايالت سر ښار ديسپور څخه 241 كلوميټر سوئېلي ختيز كښې د ديماهاساو اولسوالۍ په عمرنګسو سيمه كښې د سكارو په درنګ كښې د اوبو راجمع كېدو پیښه رامخې ته شوې وه او د مرستې كاروائۍ په مهال وړومبو 6 ورځو كښې يوازې د څلورو كيندونكو مړي ترلاسه شوي وو ۔د پېښې نه پس د مرستې كاروائۍ روانې وې او د 44 ورځو سخت لټون نه پس د شورو په ورځ د 5 بې دركه شوو خواري كښو مړي راويستلے شوي دي ۔










