رياض۔20 فروري(اے پي پي) د برطانيې پخواني وزيراعظم بورسن جانسن وئېلي دي شهزاد محمد بن سلمان زما نه زيات كامياب دے ۔ د سبق وېب پنې تر مخه د سعودي مېډيا فورم 2025 ته خطاب كښې ده ووئېل ولي هعد شهزاده محمد بن سلمان په سياسي توګه زما نه زياته كاميابي تر لاسه كړې ده او تاسو چې د هغه غوندې مېړنے لارښود لرئ خوش قسمته يې۔ ده ووئېل زه …
شهزاده محمد بن سلمان زما نه زيات كامياب دے ٬ بورسن جانسن

مزید خبریں
رياض۔20 فروري(اے پي پي) د برطانيې پخواني وزيراعظم بورسن جانسن وئېلي دي شهزاد محمد بن سلمان زما نه زيات كامياب دے ۔ د سبق وېب پنې تر مخه د سعودي مېډيا فورم 2025 ته خطاب كښې ده ووئېل ولي هعد شهزاده محمد بن سلمان په سياسي توګه زما نه زياته كاميابي تر لاسه كړې ده او تاسو چې د هغه غوندې مېړنے لارښود لرئ خوش قسمته يې۔ ده ووئېل زه ولي عهد ته په كومه مشوره وركولو كښې يره محسوسوم ځكه جې هغه په سياسي توګه زما نه زيات كامياب دے۔ زه به بس دومره اووايم چې د خپلې ښې مړانې څرګندونه دوامداره اوساتې۔ واضحه دې وي چې د اطلاعات وزير سلمان بن يوسف الدوسري په مشرۍ كښې د سعودي مېډيا فورم 2025 څلورم اېډېشن پېل شوے دے۔ دا فورم د 19 نه 21 فرورۍ 2025 په رياض كښې ترقي كونكې نړۍ كښې د مېډيا په سر خط منعقد شوے چې پكښې په ځايي او په نړيواله كچه 200 نامتو د ميډيا شخصيات ٬ د تعليم پوهان٬ وزيران او سركاري چارواكي ګډون كوي۔ دغسې مېډيا په څانګه كښې فيصله ساز او سرمايه كار پكښې شريك دي۔










