د كومې هم شخړې ختمولو لپاره د رعائتونو وركړه لازم ده ٬ امريكا

رياض۔19 فروري(اے پي پي) امرېكې وئېلي دي د كومې هم شخړې ختمولو لپاره د رعائتونو وركړه لازم ده ۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزير ماركوروېيو د سعودي پايه تخت رياض كښې په قصر درعيه كښې د امرېكې او روسيه غونډې په اختتام خبريالانو سره خبرو كولو كښې ووئېل د كومې هم شخړې ختمولو لپاره رعائتونه وركول پكار دي۔ ده زور راوړو چې امرېكا د روسيه سره خبرې …

رياض۔19 فروري(اے پي پي) امرېكې وئېلي دي د كومې هم شخړې ختمولو لپاره د رعائتونو وركړه لازم ده ۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزير ماركوروېيو د سعودي پايه تخت رياض كښې په قصر درعيه كښې د امرېكې او روسيه غونډې په اختتام خبريالانو سره خبرو كولو كښې ووئېل د كومې هم شخړې ختمولو لپاره رعائتونه وركول پكار دي۔ ده زور راوړو چې امرېكا د روسيه سره خبرې اترې دوامداره ساتل غواړي ۔ د امرېكې خارجه وزير تر مخه د امرېكې او روس تر مينځه سفارتي مشنز بيا فعاله كولې شي ۔ ده زياته كړه چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ واحد لارښود دے څوك چې د يوكرېن جنګ ختمولو وس لري ۔ ده ووئېل ډونلډ ټرمپ دا وخت د اروپا پشمول د ټولو خلقو په مفاد كښې د دې شخړې هواري له كار كوي۔

مزید خبریں