ملګري ملتونه 19 فروري (اے پي پي) پاکستان د "کشمير اټوټ انګ هندۍ ادعا مسترد كولو سره وئيلي دي بې بنسټه او مبهم خبرې قانوني، سياسي او تاريخي حقيقت نشي بدلولې٬ په ملګرو ملتونو كښې په پاکستان مشن كښې تعينات سفارتکار آصف خان تېره ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې ووئيل جمو و كشمير كله هم د هند اټوټ انګ نه ٶ۔ ده د هندي سفير پرواتھانيني هريش د …
په ملګرو ملتونو كښې پاکستان د “کشمير اپنا اټوټ انګ هندۍ ادعا مسترد كړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 19 فروري (اے پي پي) پاکستان د “کشمير اټوټ انګ هندۍ ادعا مسترد كولو سره وئيلي دي بې بنسټه او مبهم خبرې قانوني، سياسي او تاريخي حقيقت نشي بدلولې٬ په ملګرو ملتونو كښې په پاکستان مشن كښې تعينات سفارتکار آصف خان تېره ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې ووئيل جمو و كشمير كله هم د هند اټوټ انګ نه ٶ۔ ده د هندي سفير پرواتھانيني هريش د هغې ادعا ځواب وركړو چې پكښې سفير وئيلي وٶ کشمير د هند اټوټ او ناقابل تنسيخ برخه وه، ده او وي به۔ هندي سفير دا ادعا د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په ځواب كښې كړې چا چې په 15 كسيز كونسل كښې د لسيزو زړې شخړې د هواري غوښتنه كړې او ھغه يئ يو ادسې ښكاره زخم ګرځولے كوم چې نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر دے۔ ده ووئيل په جمو و کشمير د هند قبضه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د يو شمېر قراردادونو خلاف ورزي ده كومه چې د دې خبرې تصديق كوي چې د جمو و کشمير كشالې حتمي پرېكړه به كشميريان د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د استصواب رائے د لارې كوي










