پېرس۔18 فروري (اے پي پي) د يوكرېن جنګ په خاتمه د امرېكا او روسيه تر مينځه په اعلې كچ د خبرو اترو نه يوه ورځ وړاندې د فرانس په ښار پېرس كښې د اروپائي ائتلاف د لارښودو يوه ناځاپي غونډه وشوه جې پكښې برطانيه ٬ فرانس ٬ المان ٬ پولېنډ ٬ نېدر لېنډز او د ډنمارك لارښودو ګډون وكړو۔ د وائس آف امريكا تر مخه تر دريو ساعتو روانه غونډه …
پېرس كښې د اروپائي لارښودو ناڅاپي غونډه ٬ د يوكرېن پشمول د اروپائي منطقې په امنيتي چارو خبرې

مزید خبریں
پېرس۔18 فروري (اے پي پي) د يوكرېن جنګ په خاتمه د امرېكا او روسيه تر مينځه په اعلې كچ د خبرو اترو نه يوه ورځ وړاندې د فرانس په ښار پېرس كښې د اروپائي ائتلاف د لارښودو يوه ناځاپي غونډه وشوه جې پكښې برطانيه ٬ فرانس ٬ المان ٬ پولېنډ ٬ نېدر لېنډز او د ډنمارك لارښودو ګډون وكړو۔ د وائس آف امريكا تر مخه تر دريو ساعتو روانه غونډه كښې د يوكرېن پشمول د اروپائي منطقې په چارو خبرې وشوې۔ په دې مهال د اروپائي ائتلاف هېوادونو لارښودو په سمدستي توګه د خپلو دفاعي صلاحيتونو زياتولو او د يوكرېن په ملاتړ كولو خبرې وګړې۔ په غونډه كښې د اروپائي ائتلاف د عسكري اتحاد ناټو نمائندګي هم وه۔ د اروپائي ائتلاف د لارښودو دا غونډه په يو داسې وخت وشوه چې كله د امرېكا او روسيه چارواكو تر مينځه په سعودي عرب كښې خبرې روانې دي چې پكښې د دواړو هېوادونو عهدېدار د يوكرېن معاملې پشمول د صدر ډونلډ ټرمپ او د روسيه صدر ولاديمير پوټن تر مينځه په ملاقات خبرې كېږي۔په سعودي كښې كېدونكې ملاقات كښې نه خو يوكرېن بللے شوے او نه كوم اروپائي لارښود ۔ د پېرس غونډې پېل كېدو نه لږ وخت وړاندې د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون د صدر ټرمپ سره په فون تماس نيولے ؤ او د دواړو تر مينځه 20 منټه خبرې وشوې خو د مېكرون دفتر د دغې تفصيلات نه دي بيان كړي۔ واضحه دې وي چې امرېكا اروپا ته د ډېر وخت نه وائي چې هغوي خپلې دفاع له په امرېكا انحصار كم كړي او لا اقدامات وكړي ۔روس په اوسنو كښې د حالاتو نه په ګټه پورته كولو د يوكرېن پیش قدمي كړې او واشنګټن په اروپا كښې په شاملو هېوادونو زور راوړي چې خپل دفاعي بجټ زيات كړي ٬ په داسې كښې د اروپا هېوادونه اوس په هنګامي توګه دفلاعي خرڅونه زياتولو لپاره په هلو ځلو كښې بوخت دي۔










