د هند حكومت د 18 كالو تيريدو باجود د سمجهوته ايكسپرېس ځپلو كورنيو له په انصاف وركولو ناكامه راغلو

اسلام آباد۔18فروري (اے پي پي) د هند حکومت په سمجھوته ایکسپریس د ترهه ګرۍ بريد كښې د هندوتوا تنظیمونو د لاس لرلو واضحه شواهد لرلو باوجود د پیښې ځپليو مسلمانانو كورنيو له د 18 كالو تېرېدو باوجود په انصاف وركولو كښې ناکام راغلے ۔په ځپليو كښې د زياتره تعلق د پاکستان څخه دے۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه په 18 فرورۍ 2007 د پاکستان او هند ترمينځه په چلېدونكې …

اسلام آباد۔18فروري (اے پي پي) د هند حکومت په سمجھوته ایکسپریس د ترهه ګرۍ بريد كښې د هندوتوا تنظیمونو د لاس لرلو واضحه شواهد لرلو باوجود د پیښې ځپليو مسلمانانو كورنيو له د 18 كالو تېرېدو باوجود په انصاف وركولو كښې ناکام راغلے ۔په ځپليو كښې د زياتره تعلق د پاکستان څخه دے۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه په 18 فرورۍ 2007 د پاکستان او هند ترمينځه په چلېدونكې ټرین سمجھوته ایکسپریس كښې په شوو بمې چاودنو كښې 68 كسان په حق رسېدلې وو چې پكښې زياترہ پاکستانیان وو۔ بمونه د هندوتوا ترهه ګرو بي جے پي ، آر ایس ایس ، بجرنګ دل او د وشوهندو پریشد ترهه ګرو د هند استخباراتي ایجنسیو سره په ګده د پاکستان بدنامولو لپاره لاهور ته په راتلونكې ټرین كښې ایښودي وو ۔د 18 كاله ډېرې مودې تېرېدو باوجود د هند حکومت ځپلو كورنيو ته د انصاف وركولو كښې پرله پسې ناکام پاتي شو۔ په چاودونو كښې د ككړو كسانو د بری كېدو نه ظاهرېږي چې د مودي په قیادت كښې فسطائي هندي حکومت كښې هندو انتها خوښو ته مکمل استثنیٰ تر لاسه ده او په دغه حقله عدالتي فیصله هندو ترهه ګرو ته د تحفظ وركولو لپاره د هند د ریاستي پالیسۍ عکاس ده ۔ د هندي عدالت د اړخه څلور هندو انتها خوښي چې په دې سفاکانه پیښه كښې د ملوث وو د كوټلو شواهدو باوجود بري کول افسوسناکه خبره ده۔ د سمجھوته ایکسپریس بم چاودنې فالس فلیګ آپریشن ؤ د كوم مقصد چې پاکستان بدنامول وو ٬ د كوم چې په لويه پیمانه غندنه وكړې شوه ۔

مزید خبریں