رياض۔ 17 فروري(اے پي پي) ايران وئېلي دي مونږ د سعودي عرب سره د سرمايه كارۍ او معاشي اړيكو زياتولو لپاره چمتو يو۔ د اردو نيوز تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزير عبدالنصر همتي د سعودي عرب تاريخي ښار العلا كښې د اېمرجنګ ماركيټ اكانوميز كانفرنس په موقعه يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئېل ايران د سعودي سره د سرمايه كارۍ او معاشي اړيكو زياتولو لپاره چمتو دے …
سعودي عرب سره معاشي اړېكو زياتولو لپاره چمتو يو۔ ايران

مزید خبریں
رياض۔ 17 فروري(اے پي پي) ايران وئېلي دي مونږ د سعودي عرب سره د سرمايه كارۍ او معاشي اړيكو زياتولو لپاره چمتو يو۔ د اردو نيوز تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزير عبدالنصر همتي د سعودي عرب تاريخي ښار العلا كښې د اېمرجنګ ماركيټ اكانوميز كانفرنس په موقعه يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئېل ايران د سعودي سره د سرمايه كارۍ او معاشي اړيكو زياتولو لپاره چمتو دے خو د دواړو لپاره تجارت زياتولو لپاره مخصوص لوظنامې ضروري دي۔ د هغه وېنا وه ايران د شريكو معاشي اړيكو او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي او د شريكو منصوبو پېل كولو لپاره چمتو دے۔ مونږ له د هر يو سره ښې اړېكې لرل پكار دي۔د ايران خارجه وزير ووئېل د تجارت پېل كولو او زياتولو لپاره مونږ څو لوظنامو ته اړتيا لرو۔ بنيادي لوظنامه ټېكسونه ختمول دي۔ دغسې ده د ګاونډي هېوادونو پشمول د سعودي ٬ قطر او اومان سره د اړيكو بهتر كولو لپاره د ايران عزم رامخې ته كړو۔ده د بهرني مداخلت خلاف په منطقه كښې د هېوادونو تر مينځه د قوي معاشي اړيكو په اهميت زور راوړو۔










