د امریکې پلاوي سره ملاقات، شاہ عبداللہ دوم د فلسطینیانو بې كوره كول مسترد کړل

عمان ۔17فروری (اے پي پي) اردن د غزہ یا مغربي غاړې نه د فلسطینیانو بې كوره كولو منصوبه مسترد کړه ۔ د العربیه اردو تر مخه د اردن بادشاہ عبداللہ دوم سره سینیټر رچرډ بلومینتھل په مشرۍ كښې د امریکې کانګریس پلاوي ملاقات وكړو ۔شاہ عبداللہ دوم د اردن او امریکې تر مينځه د سټریټجک شراکت دارۍ په اهمیت او په ټولو څانګو كښې په قوي كولو زور راوړو ۔شاہ …

عمان ۔17فروری (اے پي پي) اردن د غزہ یا مغربي غاړې نه د فلسطینیانو بې كوره كولو منصوبه مسترد کړه ۔ د العربیه اردو تر مخه د اردن بادشاہ عبداللہ دوم سره سینیټر رچرډ بلومینتھل په مشرۍ كښې د امریکې کانګریس پلاوي ملاقات وكړو ۔شاہ عبداللہ دوم د اردن او امریکې تر مينځه د سټریټجک شراکت دارۍ په اهمیت او په ټولو څانګو كښې په قوي كولو زور راوړو ۔شاہ عبد اللہ دوم په دې خبره ټېنګار وكړو چې دوه ریاستي حل د منصفانه او جامع امن لپاره په منطقه كښې د سلامتیا او استحکام د ضمانت وركولو يوازنۍ لار ده۔ ده امن له په هلو ځلو كښې د مرستې په حقله د امریکې مهم کردار هم تسليم كړو۔شاہ اردن غزہ او مغربي کناره كښې د زمكو ضم کولو او د فلسطینیانو بې كوره کولو د کومې هم هڅې د رد کولو پخلے وكړو او په غزہ كښې د جنګ بندۍ باوري كولو او د نړيوالې بشري خواخوږۍ غبرګون په قوي كولو يې زور راوړو ۔

مزید خبریں