په افغانستان كښې ټي ټي پي ته فنډز او لاجسټك سپورټ وركړے شوے ۔ د ملګرو ملتونو راپور

ملګري ملتونه ۔ 14 فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو په يو نوي راپور كښې وئېلي دي د ملګرو ملتونو د اړخه ترهه ګر ګرځولے شوے تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) ته د افغانستان څخه لاجسټك او آپرېشنل سپېس سره سره په پاكستان كښې د پولې پورې بريدونو لپاره مالي مرسته وركولې كېږي ۔ د بندېزونو څارنه كونكې د ملګرو ملتونو ډلې د اړخه جاري كړي كليز راپور كښې …

ملګري ملتونه ۔ 14 فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو په يو نوي راپور كښې وئېلي دي د ملګرو ملتونو د اړخه ترهه ګر ګرځولے شوے تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) ته د افغانستان څخه لاجسټك او آپرېشنل سپېس سره سره په پاكستان كښې د پولې پورې بريدونو لپاره مالي مرسته وركولې كېږي ۔ د بندېزونو څارنه كونكې د ملګرو ملتونو ډلې د اړخه جاري كړي كليز راپور كښې وئېلي شوي په اوسنو اوونيو كښې د پاكستان امنيتي ځواكونو او عاموم وګرو په ضد د ټي ټي پي ترهه ګر بريدونه زيات شوي دي چې پكښې ګڼ خلق وژلې شوي ۔ د ملګرو ملتونو ډلې خپل راپور كښې وئېلي دي په باكستان د ټي ټي پي د بريدونو عزائم او پېمانه كښې د رپورټنګ په موده كښې د 600 نه زيات بريدونه شوي چې پكښې هغه بريدونه هم شامل وو د كومو لپاره چې افغان خاوره كارولې شوې ۔ټي ټي پي د افغانستان په كنړ٬ ننګر هار٬ خوست ٬ او پكتيا (برمل) ولايتونو كښې نوي تربيتي مركزونه جوړ كړي دي او خپل افرادي قوت يې زيات كړے دے۔ د ټي ټي پي ٬ افغان طالبان او د القاعده تر مينځه د تحريك جهاد پاكستان د بېنر لاندې د مرستې زياتولو هم اطلاعات شته۔ راپور كښې وئېلي شوي د ځان مرګي بريدونو كوونكو او جنګيالو وركړه او د نظرياتي لارښونې په حقله د دغې ډلو او د ټي ټي پي تر مينځه زياته مرسته د ټي ټي پي د يوې غېر سيمه ايزې خطرې او په منطقه كښې فعاله نورو ترهه ګرو ډلو لپاره يوه چترۍ په تنظيم بدلېدې شي۔ راپور تر مخه په افغانستان كښې د دوو درځنو نه زيات ترهه ګرۍ ډلې كار كوي كومې چې د افغانستان نه بهر د استحكام د نشتوالي پرله پسې محرك دي۔ په افغانستان كښې د ترهه ګرو تنظيمونو شتون د هېواد د استحكام سره سره د ګاونډيانو رياستونو لپاره هم يو سنګين چېلنج راپېدا كړے دے۔ د پاكستان امنيتي ځواكونو په ګرمۍ كښې د يوې كاروائۍ په مهال د داعش خراسان هائي پروفائل غړي نيولو سره ډلې ته لويې زيان رسولے۔ په هغوي كښې عادل پنجشېري (افغان) ابو منذر(تاجك) او كاكا يونس ازبك شامل وو چا چې د جنګيالو او د ځان مرګي كوونكو بهرتۍ ٬ سفر او فنډنګ كښې مركزي كردار ادا كولو۔ د داعش خراسان قيادت د دغې نه پس د پخوانو زمانو طريقې په الكټرانك او د انټر نېټ تر مخه د مواصلات د كورئير نېټ ورك د لارې بدلې كړې دغسې چې د لږ نه لږ روابط د لارې د ګرفتارو نه بچ شي۔ د راپور تر مخه مجيد بريګېډ ٬ د بلوچستان لبرېشن آرمي يو سر شار ډيتهه سكوارډ د رپورټنګ په موده مښې د ګڼو بريدونو كولو ادعا وكړه چې پكښې ځاني زيان شوے۔ دغې برېګېډ پخپلو صفونو كښې مېرمنې هم شاملې كړې او دغې ډلې د پاكستان د ګردې جنوبي سيمې پشمول د آواران ٬ بنجګور او دالبدين كښې كار كولو۔د راپور تر مخه مجيد پرېګيډ د ټي ټي پي ٬ داعش خراسان او اي ټي ايم ايم / ټي آئي پشمول نورو ترهه ګرو ډلو سره روابط جوړ كړي وو۔ داعش خراسان افغان چارواكو ٬ نسلي او مذهبي اقليتونو ٬ ملګرو ملتونو٬ غېر ملكي وګړو٬ او په افغانستان كښې د نړيوالو استازو لپاره د ټوله نه لوي خطر دے۔ داعش خراسان په 11 دسمبر د افغانستان عبوري وزير خليل احمد حقاني په يوه ځان مرګې چاودنه كښې د مرګ زمه واري منلې ۔ د راپور تر مخه د دې اقدام مقصد د امنيت وركولو په ړه د طالبانو تشخص كمزورے كول وو۔ دغې ډلې په شمالي افغانساتان كښې د مينځنۍ اسيا هېوادونو له دړكې وركولو لپاره خپل صلاحيتونه زياتول جاري ساتل۔ دغې ډلې په شمالي ولايتونو كښې د طالبان حكومت خلاف د تاجك نسل د زياتېدونكې عم اطمينان څخه د ګټې پورته كولو هڅې سره خپل ملاتړ زيات كړو۔ د داعش خراسان خلاف د طالبانو د فشار باوجود په خاص توګه هلمند او د قندهار ولايتونو كښې د افيمو په كر د بندېز نه ځپلو كرونډكرو په مبينه توګه په ځوابي كاروائۍ كښې د داعش خراسان جنګيالو له پناه وركړه۔ افغانستان د دغې ډلې د بهرتۍ او سهولت كارۍ مركز پاتي شو۔ راپور تر مخه دغې ډلې په مينځنۍ اسيا كښې او زياتره تاجك وګري بهرتي كړي۔ راپور كښې وئبلي شوي القاعده غېر افغان نژاد سيمه ايزو ترهه ګرو تنظيمونو سره د مرستې قوي كولو هڅه كړې چې پكښې ټي ټي پي ٬ اسلامك موومنټ آف ازبكستان ائي ټي ائي يم او جماعت انصار الله شامل دي۔

مزید خبریں