د متحده عرب امارات د بشري مرستې 10 قافلې غزه ته ورسېدې

غزه ۔ 14 فروري(اے پي پي) د متحده عرب امارات د بشري مرستې 10 قافلې غزه ته داخلې شوې دي۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د متحده عرب امارات د اړخه د بشري مرستې 10 قافلې د مصر رفح كراسنګ د لارې د غزه پټۍ ته رسېدلې دي۔ دا مرسته د ٬٬ مدر آف دې نېشن ٬٬ شيخه فاطمه بنت مبارك د فراخدلۍ عطيه ده۔ د مرستې دا …

غزه ۔ 14 فروري(اے پي پي) د متحده عرب امارات د بشري مرستې 10 قافلې غزه ته داخلې شوې دي۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د متحده عرب امارات د اړخه د بشري مرستې 10 قافلې د مصر رفح كراسنګ د لارې د غزه پټۍ ته رسېدلې دي۔ دا مرسته د ٬٬ مدر آف دې نېشن ٬٬ شيخه فاطمه بنت مبارك د فراخدلۍ عطيه ده۔ د مرستې دا قافلې د فلسطين اولس لپاره د يو اے اي د روانې بشري خواخوږۍ برخه ده٬ د كومې مقصد چې ځپلو كسانو له ضروري اسانۍ وركول او د هغوي ستونزې كمول دي۔ په 175 ټركونو مشتمله قافله كښې د 2400 ټنه نه زيات سامان شامل دے چې پكښې د خوراك څيزونه ٬ طبي سامان او د ماشومانو لپاره غزائي سپلېمنټس ٬ خورمه ٬ شېلټر لپاره خېمې او نور سامان شامل دے۔ د دې تازه مرستې نه پس غزه ته د رسېدونكو قافلو ټوله شمېره 175 ته ورسېده۔

مزید خبریں