کوپن هیګ ۔14فروري (اے پي پي) د ډنمارک حکومت د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ (یو این آر ډبلیو اے) ته د 1.4 ملین ډالر مرستې وركولو وعدہ کړې ده ۔ د العربیه اردو تر مخه حکومت تېره ورځ بیان كښې وئېلې دي هغه به یو این آر ډبلیو اے ته اضافي 10.2 ملین کرونر (1.4 ملین ډالر) وركوي ۔ د یو این آر ډبلیو …
ډنمارک د فلسطین كډوالو لپاره د 1.4 ملین ډالر مرستې وركولو وعدہ وكړه

مزید خبریں
کوپن هیګ ۔14فروري (اے پي پي) د ډنمارک حکومت د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسۍ (یو این آر ډبلیو اے) ته د 1.4 ملین ډالر مرستې وركولو وعدہ کړې ده ۔ د العربیه اردو تر مخه حکومت تېره ورځ بیان كښې وئېلې دي هغه به یو این آر ډبلیو اے ته اضافي 10.2 ملین کرونر (1.4 ملین ډالر) وركوي ۔ د یو این آر ډبلیو اے په اسرائیل كښې په کار كولو بندیز لګېدلے دے۔ حکومت ووئېل ډنمارک به د ملګرو ملتونو ادارې یو این آر ډبلیو اے د غیر جانبدارۍ او دننه اصلاحات ښه كولو لپاره 10.2 ملین کرونر نوې مرسته وركوي ۔ د ډنمارک خارجه وزیر لارس لوکے راسموسن بیان كښې ووئېل په ډینش مرسته كښې زياتوالے يوه واضحه اشارہ ده چې مونږ د یو این آر ډبلیو اے د کار او مشن مرستې له ولاړ يو ۔ ده د یو این آر ډبلیو اے په خلاف د اسرائیل په قوانین اندېښنه ښكاره كړه ۔ ډنمارک دا اعلان هم وكړو چې زمونږ 105 ملین کرونر كليز شراکت به د ټول كال په ځائے سمدستي وېشلې شي۔










