سوئېلي کوریا ، د مچي مارو په بېړۍ كښې د اور لګېدو له امله 6 كسان بې دركه شول

سیئول۔13فروري (اے پي پي) سوئېلي كوريا كښې د مچي مارو په بېړۍ كښې د اور لګېدو له امله 6 كسان بې دركه شول ۔ شنهوا د سوئېلي كوريا د مقامي خبر رسنې ادارې یونهاپ نیوز ایجنسۍ تر مخه ووئېل د جیئون بوک ولايت کوسټ ګارډ ته د ځائي وخت مطابق د زيارت په سهار 8 بجې او په 39 منټه اطلاع تر لاسه شوه چې د پايه تخت سیئول نه …

سیئول۔13فروري (اے پي پي) سوئېلي كوريا كښې د مچي مارو په بېړۍ كښې د اور لګېدو له امله 6 كسان بې دركه شول ۔ شنهوا د سوئېلي كوريا د مقامي خبر رسنې ادارې یونهاپ نیوز ایجنسۍ تر مخه ووئېل د جیئون بوک ولايت کوسټ ګارډ ته د ځائي وخت مطابق د زيارت په سهار 8 بجې او په 39 منټه اطلاع تر لاسه شوه چې د پايه تخت سیئول نه نزدې 200 کلومیټره سوئېل لويديز كښې د هوان کاؤنټي سره نزدې په اوبو كښې په 34 ټنه وزن لرونكې د مچي مارو په بېړۍ كښې اور ولګېد چې په نتيجه كښې يې 6 كسان بې دركه شول او 5 اوساتلے شول ۔ د پیښې په وخت بېړۍ كښې 11 كسان ناست وو ۔ کوسټ ګارډ 10 کشتۍ د پیښې ځائے ته روانې كړې او د نزدې بحري جهازونو نه يې مرسته وغوښته ۔ دغسې د لټون عمليات روان دي۔

مزید خبریں