غزہ څخه د كډې كولو په معامله د او آئي سي ناڅاپي غونډه راوبللې شوه

قاهرہ۔12فروري (اے پي پي) د مصر خارجه وزارت اعلان کړے چې د عرب لیګ د خارجه وزيرانو غونډې نه پس د فلسطینیانو د كډې كولو په معامله د اسلامی مرستې تنظیم (او آئي سي) ناڅاپي غونډه هم رابللې شوې ده ۔ د العربیه اردو تر مخه د مصر خارجه وزارت بیان كښې وئېلي دي په تېرو څو ورځو كښې د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي او د اسلامي مرستې تنظیم …

قاهرہ۔12فروري (اے پي پي) د مصر خارجه وزارت اعلان کړے چې د عرب لیګ د خارجه وزيرانو غونډې نه پس د فلسطینیانو د كډې كولو په معامله د اسلامی مرستې تنظیم (او آئي سي) ناڅاپي غونډه هم رابللې شوې ده ۔ د العربیه اردو تر مخه د مصر خارجه وزارت بیان كښې وئېلي دي په تېرو څو ورځو كښې د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي او د اسلامي مرستې تنظیم د غړو هېوادونو بشمول سعودي عرب، پاکستان، ایران او د اردن خارجه وزيرانو تر مينځه رابطې شوي دي چې پكښې د فلسطين په مسئله او د فلسطین په پیشرفت خبرې شوي ۔ده ووئېل په رابطو كښې په 27 فرورۍ قاهرہ كښې د كېدونكې ناڅاپي عرب سر مشريزې غونډې نه پس د اسلامي مرستې تنظیم هنګامي وزارتي غونډې هم رابللو ته اتفاق راغلے ، دغسې چې د فلسطین په مسئله د فلسطین، عرب او مسلمان هېوادونو موقف رامخې ته شي او فلسطینیانو ته د هغوي د حق خود ارادیت او پخپله خاروه د پاتې كېدو ناقابل تنسیخ حقونو په وركولو عمل وكړے شي ۔څو ورځې وړاندې د مصر خارجه وزارت اعلان کړے ؤ چې قاهرہ به په 27 فروري د فلسطین په مسئله د پیش رفت په بابله د عرب سرمشريزې ناڅاپي غونډې كوربتوب كوي ۔ د عرب لیګ سیکرټری جنرل احمد ابوالغیث تېره ورځ العربیه سره خبرو كښې ووئېل د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د فلسطینیانو نه هر څيز تروړل غواړي ۔ ده ووئېل ټرمپ یا کوم هم فریق غزہ اغستلې نشي ۔احمدابو الغیث ووئېل د فلسطین په خاروه د كوم بل چا لپاره هيڅ رعایت نشته او عرب هېوادونه په دوه ریاستي حل متفق دي۔

مزید خبریں