د ترهه ګرۍ خلاف نړيوالې هلې ځلې ، اسلامي پوځي اتحاد او ملګري ملتونه به مرسته كوي

ریاض ۔12فروري (اے پي پي ) د ترهه ګرۍ خلاف جوړ د اسلامي پوځي اتحاد او د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي سینټر نیویارک كښې په مفاهمتي یادښت لاس ليك كړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه په ڼريواله كچه استحکامِ، امن او د ترهه ګرۍ مخ نيوي له شرېكې هلې ځلې به تندولې شي ۔د مفاهمتي یادښت مقصد د كوم هم پلیټ فارم څخه د …

ریاض ۔12فروري (اے پي پي ) د ترهه ګرۍ خلاف جوړ د اسلامي پوځي اتحاد او د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي سینټر نیویارک كښې په مفاهمتي یادښت لاس ليك كړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه په ڼريواله كچه استحکامِ، امن او د ترهه ګرۍ مخ نيوي له شرېكې هلې ځلې به تندولې شي ۔د مفاهمتي یادښت مقصد د كوم هم پلیټ فارم څخه د ترهه ګرۍ چیلنجز مقابله كولو لپاره به د قوانین اوضابطو تر مخه شرېكې هلې ځلې كولې شي ۔ د اسلامي پوځي اتحاد د اړخه سیکرټري جنرل میجر جنرل سټاف پائلټ محمد بن سعید المغیدي او د ملګرو ملتونو انډرسیکرټري جنرل او د ترهه ګرۍ مخ نيوي سینټر ایګزیکټو ډائریکټر ولادیمیر وورینکوف په مفاهمتي یادښت دستاویز لاس ليك وكړو ۔ په مفاهمتي یادښت كښې د سټراټیجک مرستې په اړه ګڼ نکات وړاندې كرے شول چې پكښې اول د قانون نافذ کوونكو ادارو د اړوندو ځواكونو صلاحیتونه زياتولو لپاره د خاص تربیتي کورسز تابيا نه علاوہ د اسلامي عسکری اتحاد او د یو این غړو هېوادونو ته د ضرورت مطابق ټیکنیکل سپورټ وركول شامل وو ۔۔

مزید خبریں