د سعودي خارجه وزير او د فلسطين وزيراعظم تر مينځه ټېلې فوني تماس ٬ د فلسطين په وضعه د خيالاتو څرګندونه

رياض۔ 11 فروري(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د فلسطين وزيراعظم او خارجه وزير داكټر محمد مصطفې سره ټېلې فوني تماس نيولے دے۔ د العربيه تر مخه په ټېلې فوني تماس كښې د فلسطين په وضعه او په دې لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو خبرې اترې وشوې۔ دا رابطه د اسرائيل وزيراعظم نېتن د اړخه د فلسطنيانو د كډې كولو په اړه د …

رياض۔ 11 فروري(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د فلسطين وزيراعظم او خارجه وزير داكټر محمد مصطفې سره ټېلې فوني تماس نيولے دے۔ د العربيه تر مخه په ټېلې فوني تماس كښې د فلسطين په وضعه او په دې لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو خبرې اترې وشوې۔ دا رابطه د اسرائيل وزيراعظم نېتن د اړخه د فلسطنيانو د كډې كولو په اړه د سياسي پېشرفت نه پس شوې۔ د سعودي خارجه وزارت يو بيان كښې د دې خبرې تصديق كړے چې د فلسطين اولس ته په خپله خاوره د ژوند كولو حق تر لاسه دے۔ او هغوي دخل كوونكې يا هېواد پرېښودونكې نه دي ۔ بيان كښې زياته كړې شوې چې د فلسطنيانو دا حق به تر كومه تروړلې شي ٬ په دې هيڅ فرق نه پرېوځي۔ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان تر مخه سعودي عرب د فلسطين اولس د خپلې خاورې نه د بې كوره كولو اعلان بيخي مسترد كړے دے۔

مزید خبریں