انقرہ ۔11فروری (اے پی پی) د تركيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي هېڅوك داسې نشي كولې چې فلسطينيان له خپلې خاورې څخه بهر كړي۔ د العربیه اردو له مخې صدر رجب طيب اردوان دا خبره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل څوك هم فلسطينيان له خپلې هغه خاورې څخه ويستلے نه شي ٬ په كومه چې هغوي له زرګونو كلونو څخه مېشته دي ۔ ده په …
څوك هم فلسطينيان له خپلې خاورې څخه ويستلے نه شي: تركيه

مزید خبریں
انقرہ ۔11فروری (اے پی پی) د تركيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي هېڅوك داسې نشي كولې چې فلسطينيان له خپلې خاورې څخه بهر كړي۔ د العربیه اردو له مخې صدر رجب طيب اردوان دا خبره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل څوك هم فلسطينيان له خپلې هغه خاورې څخه ويستلے نه شي ٬ په كومه چې هغوي له زرګونو كلونو څخه مېشته دي ۔ ده په ډاګه كړه چې غزه ٬ لوئيديزه پوله او يروشلم د فلسطينيانو دے۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكائي صدر ټرمپ په خپله منصوبه كښې غزه څخه د 20 لكه فلسطينيانو وګړو د ويستلو او دغه زمكه پخپله قبضه كښې د اغستو اعلان كړے ؤ دغسې چې دا د خپلې خوښې له مخې بيا ودانه كړې شي۔ بياهم ترك صدر طيب اردوان دا منصوبه مسترد كولو سره ووئيل ټرمپ انتظاميې دا منصوبه د صېهوني مشرتابه فشار له امله وړاندې كړې شوې ۔ ده زياته كړه دغه منصوبه هېڅ اهميت نه لري چې په دې اړه كومه خبره وكړې شي۔










