د امرېكې صدر په نړيوال فوجدارۍ عدالت د بندېزونو لګولو برېكړه ٬ ايګزيكټو آرډر لاس ليك كړے شو

واشنګټن ۔7 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اسرائيل وزيراعظم د نيولو وارنټ جاري كونكې د فوجدارۍ په نړيوال عدالت بندېزونه لګولو لپاره په ايګزيكټو آرډر لاس ليك كړے دے ۔ د انډېپينډنټ اردو تر مخه سپېنې ماڼۍ وئېلي دي د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په يو آرډر لاس ليك كړے چې پكښې د امرېكې او د دوي په نزدې اتحادي اسرائيل په ضد په پلټنو …

واشنګټن ۔7 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اسرائيل وزيراعظم د نيولو وارنټ جاري كونكې د فوجدارۍ په نړيوال عدالت بندېزونه لګولو لپاره په ايګزيكټو آرډر لاس ليك كړے دے ۔ د انډېپينډنټ اردو تر مخه سپېنې ماڼۍ وئېلي دي د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په يو آرډر لاس ليك كړے چې پكښې د امرېكې او د دوي په نزدې اتحادي اسرائيل په ضد په پلټنو كونكې او په غزه ښاريو د ظلمونه كولو په اړه د اسرائيل وزيراعظم او دفاع وزير د ګرفتارۍ وارنټ په جاري كړي عدالت (آئي سي سي) باندې به بندېزونه لګولې شي۔حكم نامه كښې وئېلي شوي دې هيګ عدالت د نهې په ورځ د امرېكې صدر سره د خبرو اترو كونكې د اسرائيلي وزيراعظم بن يا مين نتن په وارنټ ګرفتارۍ جاري كولو خپل اختيارات نا سمه كارولې دي۔حكم نامه كښې زياته كړې شوې چې ټرېبونل په افغانستان كښې د امرېكې عسكرو او غزه كښې د اسرائيلي عسكرو د مبينه جنګي جرائمو به بابله د آئي سي سي حواله وركړه۔ د امرېكې صدر د آئي سي سي اهلكارو ٬ ملازمانو او د هغوي د كورنيو سره سره د كوم داسې كس د اثاثو كنګل كولو او د سفري بندېز حكم جاري كړے چا چې عدالت سره پلټنو له مرسته كړې وي۔ بندېزونه د امرېكې صدر د اسرائيل وزيراعظم سره د شوي ملاقات نه پس د مرستې عكاسي كوي۔ د كوم په مهال چې ټرمپ د امرېكې په غزه د قبضې كولو او د فلسطنيانو مينځني ختيز ته د منتقل كولو منصوبه اعلان كړې وه۔

مزید خبریں