د پاكستان په نړيوالو پرمختيائي پالېسيو كښې د كلتور ضم كولو په حاجت زور

ملګري ملتونه ۔7 فروری (اے پی پی) پاكستان په نړيوالو پرمختيائي پالېسيو كښې د كلتور په بشپړه توګه ضم كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په پرمختيائي پالېسيو كښې د كلتور ګډون بشپړ او تلپاتې پرمختګ باوري كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د ګروپ آف فرېنډز آف کلچر اېنډ ډوېلپمنټ تعارفي غونډه كښې ووئيل كلتور يوازې د شناخت څرګندونه نه ده …

ملګري ملتونه ۔7 فروری (اے پی پی) پاكستان په نړيوالو پرمختيائي پالېسيو كښې د كلتور په بشپړه توګه ضم كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په پرمختيائي پالېسيو كښې د كلتور ګډون بشپړ او تلپاتې پرمختګ باوري كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د ګروپ آف فرېنډز آف کلچر اېنډ ډوېلپمنټ تعارفي غونډه كښې ووئيل كلتور يوازې د شناخت څرګندونه نه ده بلكې په تلپاتي پرمختګ او د سماجي ٬ اقتصادي او ماحولياتي اړخونو تړون لا مضبوطولو او د تخليقي ټولنو په جوړلو كښې بشپړه مرسته كوي۔ پاكستاني استازي ووئيل كلتور په يو شمېر تلپاتي پرمختيائي هدفونو (اېس ډی جیز) كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د نړۍ په پخوانو ټولنو كښې شمېرلې كېدونكے د سندھ وادۍ تهذيب د زمانو نه د كلتور تبادلې ٬ اختراعات او فنكارانه مهارت مركز پاتې شوے۔ د موهنجو دړو پخواني ښار څخه واخله زمونږ د صوبو تر متحرك رواياتو ٬ كلتور زمونږ په قامي شناخت كښې ژور پېوستون لري۔ ده ووئيل پاكستان د كلتوري ورثې تحفظ له ګامونه پورته كوي او په دې خبره كلك باور لري چې كلتور بايد د نړيوال پرمختګ په پالېسيو كښې شامل كړے شي۔ ده ووئيل مونږ دا خبره باوري كولو له ټولو همكارانو سره مرستې ته سترګې په لاره يؤ چې كلتور دې په ګرده نړۍ كښې تلپاتي پرمختګ له د هڅو مركز وګرځولې شي

مزید خبریں