رياض۔ 7 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د اردن شاه عبدالله الثاني بن حسېن د ټېلې فوني تماس په مهال د فلسطين په حقله د مملكت د واضحه موقف تائيد كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه شاه عبدالله الثاني د ولي عهد سره په تېلې فوني تماس كښې یه سيمه ايز او د منطقې په …
د سعودي ولي عهد سره د اردن د شاه تماس ٬ د فلسطين په مسئله د سعودي موقف ملاتړ

مزید خبریں
رياض۔ 7 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د اردن شاه عبدالله الثاني بن حسېن د ټېلې فوني تماس په مهال د فلسطين په حقله د مملكت د واضحه موقف تائيد كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه شاه عبدالله الثاني د ولي عهد سره په تېلې فوني تماس كښې یه سيمه ايز او د منطقې په صورتحال هم خبرې وكړې۔ د اردن شاه د فلسطين اولس جائزو حقونو تر لاسه كولو او په غزه كښې عارضي جنګ بندي مستقل ګرځولو له د عرب هېوادونو او د نړيوالو هلو ځلو په ګړندو كولو هم زور راوړو ۔ د دې نه وړاندې د سعودي خارجه وزارت د اړخه جاري بيان كښې د فلسطين خود مختار رياست په اړه د مملكت د واضحه موقف پخلے شوے ؤ ۔ چې پكښې وئېلي شوي وو د مملكت او د لارښودو يې عمر له دا موقف پاتي شوے چې فلسطنيانو له د هغوي جائز حق وركړئ۔ كوم چې د 1967 پولو تر مخه د يو آزاد او خود مختاره فلسطيني رياست په توګه د مسئلې حل دے










