د فلسطين اولس لپاره د يو اے اي د مرستې سامان شپږمه بېړۍ مصر ته ورسېد

ابو ظهبي 07 فروري (اے پي پي) د فلسطين اولس لپاره د متحده عرب امارات (يو اے اي) د مرستې د سامان شپږمه بېړۍ د مصر العرېش بندرځائ ته رسېدلې كومه چې د جنورۍ په شلمه نيټه د دبئۍ الحمريه بندرځاے څخه روانه شوې ده ٬ دا د اپرېشن آئيولرس نائټ-3 له مخې تر اوسه د ټولو نه زيات امدادي كهېپ دے كوم چې د شېخه فاطمه بنت مبارك لخوا …

ابو ظهبي 07 فروري (اے پي پي) د فلسطين اولس لپاره د متحده عرب امارات (يو اے اي) د مرستې د سامان شپږمه بېړۍ د مصر العرېش بندرځائ ته رسېدلې كومه چې د جنورۍ په شلمه نيټه د دبئۍ الحمريه بندرځاے څخه روانه شوې ده ٬ دا د اپرېشن آئيولرس نائټ-3 له مخې تر اوسه د ټولو نه زيات امدادي كهېپ دے كوم چې د شېخه فاطمه بنت مبارك لخوا د فلسطين اولس لپاره يوه خاص ډالۍ ده۔ بېړۍ د 5800 ټنه انساني مرستې سره مصر ته رسېدلې چې پكښې خوراك٬ شلټرز او طبي سامان شامل دے۔ د يادونې وړ ده د روژې مباركې مياشت نه وړاندې په غزه كښې د انساني بحران له مخې د ريليف دا سامان ډېر مهم دے٬ كوم چې د امارات هلال احمر (اي آر سي )، زايد بن سلطان النهيان چيريټي بل اينډ هيومنټيرين فاؤنډيشن، خليفه بن زايد النهيان فاؤنډيشن، دار البر سوسائټي او د شارجه چيريټي انټرنيشنل په مرسته ممكن شوے

مزید خبریں