تهران06 فروري (اے پي پي) ايران وئېلي دي د جوهري وسلو په حقله د امرېكې انېښنه لرې كېدې شي۔ د العربيه تر مخه د ايران خارجه وزير عباس عراقجي تېره ورځ يو بيان كښې ووئېل زمونږ د جوهري وسلو جوړولو په حقله د امرېكې اندیښنه كومه پېچلې مسئله نه ده ٬ د تهران د پراخه پېمانې تباهي كوونكو وسلو مخالفت تر مخه دا حل كېدې شي۔ ده ووئېل كه بنيادي …
د جوهري وسلو په حقله د امرېكې اندېښنه لرې كېدې شي٬ ايران

مزید خبریں
تهران06 فروري (اے پي پي) ايران وئېلي دي د جوهري وسلو په حقله د امرېكې انېښنه لرې كېدې شي۔ د العربيه تر مخه د ايران خارجه وزير عباس عراقجي تېره ورځ يو بيان كښې ووئېل زمونږ د جوهري وسلو جوړولو په حقله د امرېكې اندیښنه كومه پېچلې مسئله نه ده ٬ د تهران د پراخه پېمانې تباهي كوونكو وسلو مخالفت تر مخه دا حل كېدې شي۔ ده ووئېل كه بنيادي اندېښنه دا وي چې ايران له د جوهري وسلو هڅې نه دي پكار نو دا كومه پېچلې مسئله نه ده۔ د ده وېنا وه د ايران موقف واضحه دے چې هغه د وسلو نه خپرونكې لوظنامې برخه دے او زمونږ د سپريم ليډر آيت الله خامنه اي فتوې د وړاندې نه زمونږ موقف واضحه كړے دے ۔ د ده وېنا وه چې د زيات نه زيات فشار يوه ناكامه تجربه ده او دا بيا ازمونه به د يوې بلې ناكامۍ سبب وګرځي۔










