نيويارك ۔6 فروري۔ (اے پي پي) د امرېكې بېلو ښارونو كښې د مرستيالې ادارې يو ايس ايډ بندلولو او د صدر ټرمپ د اميګرېشن ٬ ټرانسجينډر حقونو او د فلسطنيانو جبري بې كوره كولو په ضد مظاهرې وشوې۔د خبر رسنې ادارې اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه فلاډيفيا ٬ كېلفورنيا ٬ مشګين ٬ ټېكساس ٬ ووسكانن او د انډيانا پشمول په نورو ايالتونو كښې هم مظاهرې د صدر ټرمپ پالېسيو خلاف …
د امرېكې په ايالتونو كښې د يو ايس ايډ بندولو او د صدر ډونلډ ټرمپ د پاليسيو په ضد مظاهرې

مزید خبریں
نيويارك ۔6 فروري۔ (اے پي پي) د امرېكې بېلو ښارونو كښې د مرستيالې ادارې يو ايس ايډ بندلولو او د صدر ټرمپ د اميګرېشن ٬ ټرانسجينډر حقونو او د فلسطنيانو جبري بې كوره كولو په ضد مظاهرې وشوې۔د خبر رسنې ادارې اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه فلاډيفيا ٬ كېلفورنيا ٬ مشګين ٬ ټېكساس ٬ ووسكانن او د انډيانا پشمول په نورو ايالتونو كښې هم مظاهرې د صدر ټرمپ پالېسيو خلاف شوي۔ مظاهرچيانو پلے كارډ پورته كرې وو چې پرې تر ټولو شتمند سړي ايلون مسك او د ټرمپ مرستيالو د اړخه په سياسي تجاويز مشتمل پراجېكټ 2025 مخالفت له نعرې درج وې۔ د مشيګن ايالت په سر ښار لينسنګ كښې په زرګونو خلق په ډېره يخنۍ كښې خپل احتجاج رېكارډ كولو ته لارو كوڅو ته راوتل چې پكښې زياترو مظاهرچيانو د ډيېارټمنټ آف ايفيشنسي او د هغې په مشر ايلون مسك په خلاف پلے كارډ راغستے شوي وو۔ مظاهر چيانو ايلون مسك له د وګړو ذاتي ډېټا او سوشل سېكيورټي په اړه په معلومات وركولو هم تنقيد كولو۔










