لندن۔6 فروری (اے پی پی) د كشمير يووالي ورځ په مناسبت سره د برطانيې پارلېمان كښې يو كنفرنس وكړے شو۔ په دې موقع وېنا كوونكو په جموں وكشمير كښې د سدستي رائے شمېرې غوښتنه وكړه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېره ورځ د كشمير يووالي ورځ په موقع د برطانيې قانون جوړونكې ٬ د بشري حقونو بېرغ پورته كوؤنكي او په نړيواله كچه د كشمير كاز ملاتړ كوؤنكي جمع …
د كشمير يووالي ورځ٬ د برطانيه پارليمان كښې كنفرنس ٬ د وېنا كوونكو په جموں وكشمير كښې سمدستي د رائے شمېرې غوښتنه وكړه

مزید خبریں
لندن۔6 فروری (اے پی پی) د كشمير يووالي ورځ په مناسبت سره د برطانيې پارلېمان كښې يو كنفرنس وكړے شو۔ په دې موقع وېنا كوونكو په جموں وكشمير كښې د سدستي رائے شمېرې غوښتنه وكړه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېره ورځ د كشمير يووالي ورځ په موقع د برطانيې قانون جوړونكې ٬ د بشري حقونو بېرغ پورته كوؤنكي او په نړيواله كچه د كشمير كاز ملاتړ كوؤنكي جمع كړے شول۔ په دې موقع وېنا كوونكو په مقبوضه جموں وكشمير كښې د روانو بشري حقونو بحران مخنيوي له په سمدستي توګه د نړيوال مداخلت په حاجت زور راوړو۔ د كنفرنس مشري د پارليمان غړي اېنډریو پېکس وكړه۔ د پارليمان غړو د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د ملاتړ عزم وكړو۔ اېنډریو پېکس ووئيل د كشميري اولس ناوړه حالت څخه ستړكې پټېدې نه شي٬ مونږ له به د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ كنفرنس كښې په وړاندې كړے شوي قرارداد كښې د هند لخوا د اګست 2019 او دې څخه وروستو د پورته كړو غېر قانوني ګامونو غندنه وكړې شوه۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې مقررينو د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد كولو سره په جموں وكشمير كښې په سمدستي توګه د رائے شمېرې غوښتنه وكړه۔










