په سرينګر كښې د پاكستان مننې كولو لپاره پوسټرې ولګولې شوې

سرینګر۔4فروری(اے پی پی) د مقبوضه كشمير په بېلو سيمو كښې پوسټرې لګولې شوي د كومو د لارې چې سبا د شورو ورځ د فرورۍ 5 مه نېټه د كشميريووالي ورځې په توګه لمانځلو په بابله د پاكستاني حكومت او اولس مننه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سرينګر په شمول د كشمير وادۍ په بېلو برخو كښې د پاكستان شين هلالي بېرغ لرونكې پوسټرې لګولې شوي۔ په …

سرینګر۔4فروری(اے پی پی) د مقبوضه كشمير په بېلو سيمو كښې پوسټرې لګولې شوي د كومو د لارې چې سبا د شورو ورځ د فرورۍ 5 مه نېټه د كشميريووالي ورځې په توګه لمانځلو په بابله د پاكستاني حكومت او اولس مننه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سرينګر په شمول د كشمير وادۍ په بېلو برخو كښې د پاكستان شين هلالي بېرغ لرونكې پوسټرې لګولې شوي۔ په پوسټرو كښې د كشمير مقدمه په نړيوالو فورمونو په فعاله ډول پورته كولو په ړه د پاكستاني اولس مننه شوې ۔ په مقبوضه كشمير كښې دا پوسټرې د كشمير يووالي ورځې څخه وړاندې لګولې شوي كومه چې هر كال د فرورۍ په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد په مقبوضه كشمير كښې د روانې هندۍ رياستي ترهګرۍ ښكار كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كول دي۔ د كشمير يووالي ورځ په اولني ځل د كال 1990 فرورۍ مياشتې په 5 مه نېټه لمانځلې شوې وه كله چې د پاكستان ټول سياسي مشرتابه په متفقه توګه د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه كړې وه۔

مزید خبریں