غزه كښې د فلسطنيانو د نسلي صفائۍ چمتوالے نيولے كېږي ايران

تهران۔4 جنوري (اے پي پي) ايران د امرېكې صدر دونلډ ټرمپ د غزه نه د فلسطنيانو په زبردستۍ ګاونډي هېوادونو ته د لېږلو منصوبه د غزه نه د فلسطنيانو د نسلي تطهير منصوبه ګرځولې ده ۔ د العربيه تر مخه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي يو بيان كښې ووئېل نړيوالې ورورولۍ له د دې نسلي تطهير نه ساتلو لپاره خپلې زمه وارۍ تر سره كول پكار دي او …

تهران۔4 جنوري (اے پي پي) ايران د امرېكې صدر دونلډ ټرمپ د غزه نه د فلسطنيانو په زبردستۍ ګاونډي هېوادونو ته د لېږلو منصوبه د غزه نه د فلسطنيانو د نسلي تطهير منصوبه ګرځولې ده ۔ د العربيه تر مخه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي يو بيان كښې ووئېل نړيوالې ورورولۍ له د دې نسلي تطهير نه ساتلو لپاره خپلې زمه وارۍ تر سره كول پكار دي او د فلسطنيانو د خپلې خاورې نه ويستلو په ځائے هغوي له د خود اراديت حق وركول غواړي۔ ده ووئېل د فلسطنيانو د نسلي تطهير دا منصوبه به يوه نو آبادياتي نظام له د تسلط كولو وي۔ وياند ووئېل د كوم بل فريق دا حق نه دے چې هغه پړېكړه وكړي چې هغوي به چرته اوسېږي ۔ دا د فلسطنيانو حق دے چې پرېكړه وكړي ۔ واضحه دې وي ايران اسرائيل د يو جائز رياست په توګه نه دې تسليم كړے او نه يې د اسرائيل سره سفارتي اړيكې جورې كړي ۔ بلكې اسرائيل او ايران يو بل خپل دښمنان ګڼي۔

مزید خبریں