نړيوال لارښود دې په صدر ټرمپ د روغتيا نړيوالې ادارې سره د تعلق نه لرلو پرېكړې بېرته اغستو له فشار راوړي ٬ ډبليو ايچ او

جنيوا۔4 جنوري (اے پي پي)د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلي ايچ او) ډائرېكټر جنرل ټېټروس اژهانوم ګېبريئس د نړۍ لارښودو ته وئېلي دي چې هغوي په امريكا فشار راوړي چې صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو د تنظيم څخه د جلا كېدو په برېكړه نظر ثاني وكړي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره ټېټروس تېره ورځ يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل ډبليو ايچ او په جنوري 2020 كښې په نړۍ …

جنيوا۔4 جنوري (اے پي پي)د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلي ايچ او) ډائرېكټر جنرل ټېټروس اژهانوم ګېبريئس د نړۍ لارښودو ته وئېلي دي چې هغوي په امريكا فشار راوړي چې صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو د تنظيم څخه د جلا كېدو په برېكړه نظر ثاني وكړي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره ټېټروس تېره ورځ يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل ډبليو ايچ او په جنوري 2020 كښې په نړۍ كښې د كورونا وائرس ممكنه خطرو په حقله خبردار كړه او د هغې نه وروستو يې په درځنونو اصلاحات وكړل چې پكښې د ډونرز بنياد پراخه كولو هڅه هم وكړې شوه۔ ده ګډون كوونكو ته ووئېل د امرېكې به تنظيم ته بيا راوستل ډېر مهم وي۔ په دې لړ كښې زما باور دے چې تاسو ټول كردار ادا كولې شي۔ د ډبليو ايچ او فنانس ډائرېكټر جاج كيرياكو د امرېكې خراج په اړه يو جلا خاص ميټنګ كښې ووئېل امرېكې تر اوسه نړيوالې د روغتيا ادارې له د كال 2024 خپله برخه نه ده وركړې چې په سبب يې اداره د خسارې سره مخ ده۔ د كال 2024 25 لپاره امرېكا د روغتيا نړيوالې ادارې ته په ډېر فرق زياته عطيه وركونكے هېواد دے ځكه چې د هغوي مرسته 988 ملين ډالر وه ۔ د تنظيم د 9۔6 بلين ډالر بجټ كښې د امرېكې برخه نزدې 14 فيصد وه۔

مزید خبریں