سرینګر۔4 فروری(اے پی پی) کل جماعتې حریت کنفرنس د هند غېر قانوني او جبري قبضې څخه آزادۍ لپاره د كشميري اولس د جائزو ستړو او په حق د اډانه لرونكې تحريك سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو په ړه د پاكستان د اولس او حكومت مننه كړې ده۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ …
جموں و کشمیر، د كل جماعتې حریت کنفرنس د کشمیري اولس د آزادۍ تحريك په پرله پسې ملاتړ د پاكستان مننه وكړه

مزید خبریں
سرینګر۔4 فروری(اے پی پی) کل جماعتې حریت کنفرنس د هند غېر قانوني او جبري قبضې څخه آزادۍ لپاره د كشميري اولس د جائزو ستړو او په حق د اډانه لرونكې تحريك سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو په ړه د پاكستان د اولس او حكومت مننه كړې ده۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه په جاري پېغام كښې د كشميري اولس د آزادۍ تحريك لپاره د پاكستان پرله پسې ملاتړ خوشبينه وګرځولو ۔ ده ووئيل مظلوم كشميرے اولس د هند ناوړه ظلمونو سره مخ دے ٬ 10 لكه څخه زيات هندے پوځ په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ حریت لارښودو غلام اېم خان سوپوری، اېم سلیم زرګر، خادم حسېن، سید سبط شبیر ، زمردہ حبیب، یاسمین راجه، فریدہ ، اېډووکېټ ارشد اقبال، عبدالصمد انقلابي ، بشیر اندرابي ، خواجه فردوس، غلام نبي وار، اېم یوسف نقاش ، مولانا مصعب ندوي او دیوېندر سنګھ په خپلو خپلو بيانونو كښې هر كال د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي ورځ په توګه لمانځلو له د پاكستان د اهتمام هركلے كړے۔ دوي ووئيل پاكستان د يو ذمه وار جمهوري قوت په توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره د خپلواكۍ حق ملاتړ كوي۔ دوي د آزادۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روان تحريك په ملاتړ كولو د پاكستان مننه وكړه۔ بلخوا د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد جموں وكشمير څانګې لارښودو ٬ عمومي سېكرټري پروېز احمد شاہ، د اطلاعات سېكرټري مشتاق احمد بټ، سید اعجاز احمد، زاهد اشرف، راجه خادم حسین، سید ګلشن، منظور احمد شاہ، عزیر احمد غزالي ، عبدالمجید میر او نورو په مظفر آباد كښې پرېس بريفنګ كښې د كشمير كاز په ملاتړ كولو د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل 5 فروري به د تشكر ورځې په توګه لمانځلې شي دغسې چې د جموں وكشمير اولس لپاره د پاكستان د بشپړ عزم او قربانيو اعتراف وكړے شي۔ حريت مشرتابه او د جموں وكشمير اولس د خپلواكۍ حق لپاره د روانو هلو ځلو په ملاتړ كولو د زړه له كومي د پاكستان مننه وكړه۔










