د روسيه نائب ګورنر سرګئ ايفريموف كرسك كښې ووژلے شو

ماسكو۔ 3 جنوري (اے پي پي) د روسيه د پرائموري سيمې نائب ګورنر او د ټائېګر رضا كار يونټ پخوانے كمانډر سرګئ ايفريموف كرسك كښې د يوې كاروائۍ په مهال ووژل شو۔ د شهنوا تر مخه ګورنر اوليګ كوزمياكو يو وېډيو پېغام كښې ووئېل سر ګئ ايفريموف كرسك كښې د يوې كاروائۍ په مهال ووژلے شو۔ ده ووئېل دا زمونږ لپاره ډبره د خفګان ورځ ده هغه يو مهربان او …

ماسكو۔ 3 جنوري (اے پي پي) د روسيه د پرائموري سيمې نائب ګورنر او د ټائېګر رضا كار يونټ پخوانے كمانډر سرګئ ايفريموف كرسك كښې د يوې كاروائۍ په مهال ووژل شو۔ د شهنوا تر مخه ګورنر اوليګ كوزمياكو يو وېډيو پېغام كښې ووئېل سر ګئ ايفريموف كرسك كښې د يوې كاروائۍ په مهال ووژلے شو۔ ده ووئېل دا زمونږ لپاره ډبره د خفګان ورځ ده هغه يو مهربان او د قوي ارادې لرونكے لارښود ؤ ۔ د ده وېنا وه ايفريموف په 2022 كښې د ټائيګر يونټ مشر او په 2024 كښې نائب ګورنر مقرر كړے شوے ؤ ۔ سرګئ ايفريموف د يوكرېن په شخړه كښې وژلے شوے د روسيه تر ټولو لويې عهدېدار دے۔

مزید خبریں