بېروت۔3 فروري (اے پي پي) د حزب الله عمومي سېكتر نعيم قاسم د تنظيم د پخواني عمومي سېكتر حن نصر الله او د ايګزېكټيو كونسل د پخواني مشر هاشم صفي الدين د باقاعده تدفين نېټه 23 فروري اعلان كړې۔ د دې نه وړاندې هغوي په عارضي توګه چرته پټ ښخ كړے شوي وو۔ حسن نصرالله به د بېروت په جنوب كښې او صفي الدين به په جنوبي لبنان كښې پخپل …
حزب الله د پخواني عمومي سېكتر حسن نصر الله او هاشم صفي الدين په 23 فروري د تدفين اعلان وكړو

مزید خبریں
بېروت۔3 فروري (اے پي پي) د حزب الله عمومي سېكتر نعيم قاسم د تنظيم د پخواني عمومي سېكتر حن نصر الله او د ايګزېكټيو كونسل د پخواني مشر هاشم صفي الدين د باقاعده تدفين نېټه 23 فروري اعلان كړې۔ د دې نه وړاندې هغوي په عارضي توګه چرته پټ ښخ كړے شوي وو۔ حسن نصرالله به د بېروت په جنوب كښې او صفي الدين به په جنوبي لبنان كښې پخپل كلي كښې سپارلې شي۔ د العربيه تر مخه حسن نصرالله څلور مياشتې وړاندې په (27 ستمبر) د بېروت په جنوبي مضافات كښې د اسرائيل په هوائي بريد كښې شهيد شوے ؤ او وروستو بيا په يو پټ ځائے كښې ښخ كړے شوے ؤ۔ نعيم قاسم په يوه ټي وي مركه كښې ووئېل مونږ د اجتماعي جنازې لپاره د فرورۍ 23 نېټه ټاكلې ده ۔ده ووئېل په دې دستوره كښې به د ايګزېكټيو كونسل د پخواني مشر هاشم صفي الدين جنازه هم شامله وي څوك چې د اكتوبر په وړومبو ورځو كښې د اسرائيل په بريد كښې شهيد شوے ؤ ۔ نعيم قاسم په وړومبي ځل دې انكشاف كښې ووئېل صفي الدين د نصر الله په ځائے عمومي سېكتر ټاكلے شوے ؤ خو د اعلان كولو نه وړاندې هغه شهيد كړے شو










