ډهاكه۔31 جنوري (اے پي پي) د بنګله دېش چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس وئېلي دي طلبه د خپل سياسي ګوند جوړولو چمتوالے نيسي او په دې حقله په ګرد ھېواد كښې خلق منظم كولې شي٬ دوي ته د داسې كولو موقع تر لاسه كېدل پكار ده ۔ د ډهاكه ټريبون تر مخه فنانشل ټائمز ته خپله مركه كښې د ټاكنو د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل امكان دا دے …
د بنګله دېش طلبا خپل سياسي ګوند جوړولو لپاره چمتوالے نيسي٬ دوي ته موقع تر لاسه كېدل پكار ده٬ چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس

مزید خبریں
ډهاكه۔31 جنوري (اے پي پي) د بنګله دېش چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس وئېلي دي طلبه د خپل سياسي ګوند جوړولو چمتوالے نيسي او په دې حقله په ګرد ھېواد كښې خلق منظم كولې شي٬ دوي ته د داسې كولو موقع تر لاسه كېدل پكار ده ۔ د ډهاكه ټريبون تر مخه فنانشل ټائمز ته خپله مركه كښې د ټاكنو د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل امكان دا دے چې طلبا به پخپله يو سياسي ګوند جوړ كړے شي ۔ ده ووئېل چې كله په هېواد كښې د شيخ حسينه واجد حكومت ختم شو نو هغه پخپل مشاورتي كونسل كښې 3 طلبا شامل كړې وو٬ په هغه وخت زما موقف دا ؤ كه هغوي د هېواد لپاره د ځان قرباني وركولې شي نو په كابينه كښې پرېكړې به هم كولې شي٬ هغوي د څه لپاره قرباني وركوي او زما په خيال هغوي ښه كار كوي۔ ډاكټر يونس د سياسي ګوند جوړولو كښ د طلبه زياتېدونكې خوښي رامخې ته كولو سره سره هغوي په دې اړه په ممكنه توګه د پیښېدونكو چينجونو نه خبردار كړل۔ ده ووئېل يو ځل چې طلبه سياست ته راغلل نو هر ډول سياستمدار به دوي سره د يو كېدو هڅې كوي او دغسې د دوي تر مينځه اختلافات هم راپېدا كېدې شي۔ ده ووئېل زه به دې حقله هيڅ نشم وئېلے چې د هېواد حالات به بدل هم كړي كه نه۔ خو دوي ته د دې موقع تر لاسه كېدل پكار ده۔ دغسې ډاكټر يونس په بنګله دېش كښې د اسلام پسندو په اقتدار د قابض كېدو انېښنې هم رد كړې










