د امرېكې امداد بندولو په سبب د بنګله دېش ادارې خپل يو زر ملازمان فارغ كړل

ډهاكه ۔ 31 جنوري (اے پي پي) د امرېكې د اړخه د نړيوال امداد بندولو اعلان نه پس بنګله دېش كښې د يو ايېس ايډ په مالي مرسته چلېدونكې يوې ادارې خپل يو زر ملازمان فارغ كړل۔ د ډهاكه ټرېبون راپور تر مخه انټر نېشنل سېنټر فار ډائير ريل ډيزيز ريسرچ ٬ بنګله دېش (ائي سي ډي ډي آر ٬ بي ) 1000 ملازمانو نه زياتو ته په مبينه توكه …

ډهاكه ۔ 31 جنوري (اے پي پي) د امرېكې د اړخه د نړيوال امداد بندولو اعلان نه پس بنګله دېش كښې د يو ايېس ايډ په مالي مرسته چلېدونكې يوې ادارې خپل يو زر ملازمان فارغ كړل۔ د ډهاكه ټرېبون راپور تر مخه انټر نېشنل سېنټر فار ډائير ريل ډيزيز ريسرچ ٬ بنګله دېش (ائي سي ډي ډي آر ٬ بي ) 1000 ملازمانو نه زياتو ته په مبينه توكه د اخوا كولو خطونه تر لاسه شوي دي ٬ دا ملازمان يوناېټډ سټېټس ايجنسۍ فار انټر نېشنل ډوېلپمنټ (يو ايېس ايډ) به فنډز چلېدونكو مختلف تحقيقي منصوبو باندې كار كولو او په دغه كښې زياتره په كنټركټ وو ۔ دغسې په فارغ كړے شوو كښې د زياتره تعلق د د رنځونو ډويژن د تپ دق پروګرام څخه ؤ۔ د دې نه وړاندې د امرېكې په سفارتخانه كښې د يو ايس ايډ دفتر په 25 جنورۍ يوه چيټۍ جاري كړې چې پكښې ټولو اين جي اوز او شراكت دارو تنظيمونو ته د ټولو هلو ځلو معطل كولو سپارښتنه شوې۔ په چيټۍ كښې د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د ايګزيكټو آرډر حواله وركړې شوې چا چې غېر ملكي امداد بند كړے او نوے يې ايسار كړے ؤ۔ په ياده اداره كښې د ټولو ملازمانو شمېره 5 زره وه او دې ته 20 فيصد فنډنګ يو ايس ايډ كوي۔

مزید خبریں