دمشق۔ 31 جنوري (اے پي پي) د سوريه نوي صدر احمد الشرع وئېلي دي زه به د صدر په حېث يو ټول شموله حكومت جوړوم ٬ چې پكښې به د ټولو طبقو نمائندګي شامله وي ۔ د العربيه تر مخه ده د منصب سنبهالولو نه پس قام ته خپل وړومبي رسمي خطاب كښې ووئېل په عبوري جكومت كښې به ټول شاملوو او دا عبوري حكومت به د هېواد د ادارو …
عبوري حكومت كښې به ټول شاملوو ٬ د سوريه صدر قام ته وړومبے رسمي خطاب

مزید خبریں
دمشق۔ 31 جنوري (اے پي پي) د سوريه نوي صدر احمد الشرع وئېلي دي زه به د صدر په حېث يو ټول شموله حكومت جوړوم ٬ چې پكښې به د ټولو طبقو نمائندګي شامله وي ۔ د العربيه تر مخه ده د منصب سنبهالولو نه پس قام ته خپل وړومبي رسمي خطاب كښې ووئېل په عبوري جكومت كښې به ټول شاملوو او دا عبوري حكومت به د هېواد د ادارو جوړولو سره د هېواد نظم او د نسق چلوي او بيا به بې پرې ټول ټاكنی كوي۔ ده ووئېل زه به يوه وړه قانون سازه اداره جوړوم كومه به چې تر نوو ټاكنو كار كوي۔ ده دا اعلان هم وكړو چې زه به په راروانو ورځو كښې يوه كميټي جوړوم كومه به چې د قامي مكالمې لپاره يو كانفرنس كوي چې پكښې به د هېواد د سياسي سباون پروګرام ترتيبولې شي۔ ده ووئېل د يوې آئينې اعلاميې تر مخه د نوي آئين د ترتيبولو به اهتمام كولې شي دغسې چې د هېواد نظام په قاعده سره مخ په وړاندې بوتللے شي۔










