جكارته۔ 31 جنوري ۔(اے پي پي) د انډونېزيا چارواكو د ساحل سره نزدې د لږ نه لږ 75 د روهنګيا كډوال چې پكښې څلور كوچنيان هم دي د بېړۍ نه د كوزېدو نه ايسار كړي دي۔ د اے ايف پي تر مخه امنيتي اهلكارو د روهنګيا كډوالو له په ساحل د كېزېدو اجازه ورنه كړه او په بېړۍ كښې يې ورته د پاتي كېدو امر وكړو۔ د ليګے په ساحل …
انډونېزيا ٬ 75 د روهنګيا كډوال په ساحل د كوزېدو نه ايسار كړے شول٬ خلقو ورله د خوراك څښاك څيزونه وركړل

مزید خبریں
جكارته۔ 31 جنوري ۔(اے پي پي) د انډونېزيا چارواكو د ساحل سره نزدې د لږ نه لږ 75 د روهنګيا كډوال چې پكښې څلور كوچنيان هم دي د بېړۍ نه د كوزېدو نه ايسار كړي دي۔ د اے ايف پي تر مخه امنيتي اهلكارو د روهنګيا كډوالو له په ساحل د كېزېدو اجازه ورنه كړه او په بېړۍ كښې يې ورته د پاتي كېدو امر وكړو۔ د ليګے په ساحل ولاړ چارواكي ووئېل ځايي خلقو كډوالو ته د خوراك څښاك څېزونه وركړل او د بېړۍ عسكونه يې ويستل ٬ دغسې په ساحل پوليس هم ولاړ دي۔ د عامې رخصتۍ له امله په ساحل ډېره ګڼه ده ۔ واضحه دې وي چې د روهنګيا مسلمانان په ميانمار كښې د ظلم او ستم ښكار دي او هر كال په زرګونو كسان د خپل ژوند پروا كولو نه غېر ملائيشيا او انډونېزيا ته په خطرناكو لارو مخه كوي۔










