قاهرہ۔30جنوري (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السیسي وئېلي دي د فلسطینیانو د غزہ نه جبري انخلا ناانصافي ده چې پكښې مونږ برخه نه شو اغستلې ۔ د عرب نیوز تر مخه مصر كښې د کینیا صدر ویلیم روټو سره پریس کانفرس ته خطاب کښې ده ووئېل د فلسطینیانو د خپلې خاورې نه ملک بدر كول او بے دخلي ناانصافي ده چې پكښې مصر برخه نشي اغستلې ۔ د …
د فلسطینیانو په جبري انخلا كښې برخه نشو اغستلې ، د مصر صدر

مزید خبریں
قاهرہ۔30جنوري (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السیسي وئېلي دي د فلسطینیانو د غزہ نه جبري انخلا ناانصافي ده چې پكښې مونږ برخه نه شو اغستلې ۔ د عرب نیوز تر مخه مصر كښې د کینیا صدر ویلیم روټو سره پریس کانفرس ته خطاب کښې ده ووئېل د فلسطینیانو د خپلې خاورې نه ملک بدر كول او بے دخلي ناانصافي ده چې پكښې مصر برخه نشي اغستلې ۔ د مصري صدر وېنا وه د فلسطين كاز په اړه د مصر صدر په تاریخي موقف كومه سمجھوته نشي كولې۔ مصر د فلسطیني ریاست جوړېدو مرسته كوي او د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ سره كار كولو له عزم لرو ځكه چې مطلوب امن د دوه ریاستي حل د لارې تر لاسه كول غواړو ۔ صدر السیسي ووئېل مونږ پوهېږو چې صدر ټرمپ په منځني ختيز كښې د امن ديرېنه مقصد تر لاسه كولو جوګه دے۔









