د قطر امير په سرکاري دوره سوريه ته ورسېد

دوحه 30 جنوري (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په سرکاري دوره سوريه ته رسېدلے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې اے اېف پي د قطر چارواكو بيان په اړه ووئيل د قطر امير په سرکاري دوره د زيارت په ورځ دمشق ته ورسېد چرته چې هغه ته د سوريه عبوري صدر احمد الشارع هركلے اووے۔ د قطر امير بشار الاسد حکومت ختميدو نه پس …

دوحه 30 جنوري (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په سرکاري دوره سوريه ته رسېدلے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې اے اېف پي د قطر چارواكو بيان په اړه ووئيل د قطر امير په سرکاري دوره د زيارت په ورځ دمشق ته ورسېد چرته چې هغه ته د سوريه عبوري صدر احمد الشارع هركلے اووے۔ د قطر امير بشار الاسد حکومت ختميدو نه پس دے د سوريه دوره كونكے وړومبے مشر دے۔ په دوحه كښې د سوريه سفارت خانې ووئيل چې د قطر امير به د سوريه تاريخي دورې په مهال د عبوري صدر سره ملاقات کوي چې پكښې به په ځيني څانګو كښې په مرسته خبرې اترې كيږي۔د ترکيه نه پس قطر دويم هېواد دے كوم چې د بشار الاسد حکومت ختميدو نه پس د سوريه په پايه تخت دمشق كښې خپله سفارت خانه بيا پرانستلي او د بندېزونو په ختمولو يۍ زور راوړې۔

مزید خبریں