تهران۔ 29 جنوري (اے پي پي) ايران وئېلي دي امرېكې له به په جوهري پروګرام د خبرو اترو نه وړاندې زمونږ اعتماد بحالول وي۔ كه په جوهري پروګرام بريد وكړے شو نو پرېكنده ځواب به وركولې شي۔ د العربيه تر مخه دا خبره عباس عراقچي په يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئېل د زړو وختونو نه د نن صورتحال مختلف دے٬ د دويم فريق د اړخه د ډېر څه كولو …
امرېكې له به په جوهري پروګرام خبرو اترو له اعتماد بحالول وي٬ كه بريد وكړے شو نو پرېكنده ځواب به وركولې شي ٬ ايران

مزید خبریں
تهران۔ 29 جنوري (اے پي پي) ايران وئېلي دي امرېكې له به په جوهري پروګرام د خبرو اترو نه وړاندې زمونږ اعتماد بحالول وي۔ كه په جوهري پروګرام بريد وكړے شو نو پرېكنده ځواب به وركولې شي۔ د العربيه تر مخه دا خبره عباس عراقچي په يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئېل د زړو وختونو نه د نن صورتحال مختلف دے٬ د دويم فريق د اړخه د ډېر څه كولو ضرورت دے دغسې چې مونږ په هغوي اعتماد وكړے شو۔ عباس عراقچي ووئېل د امرېكك انتظاميه نه مو د ښو ټكو نه زيات هيڅ نه دې اورېدلي۔ خو ظاهره ده دا خبره كافي نه ده۔ د ده وېنا وه كه زمونږ په جوهري پروګرام بريد وشو نو مونږ به داسې پرېكنده ځوااب وركړو چې ورسره به سيمه كښې ډېره تباهي اوشي۔ واضحه دې وي د زيارت په ورځ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي وو هغه د ايران په جوهري پروګرام د بريد كولو نه ډډه كول غواړي٬ هيله ده چې په دې اړه به لوظنامه اوشي۔










