رياض۔29 جنوري (اے پي پي) سعودي عرب كښې د ترهه ګرۍ بشمول د بېلو جرمونو په ثابتېدو د سعودي وګړي له د مرګ سزا وركړې شوه۔د اردو نيوز تر مخه د سعودي داخله وزارت تېره ورځ ووئېل د سعودي وګړے علي عبدالجليل آل سلېمان سېكورټي فورس په ېريد كولو ٬ په هغوي ډزو كولو ٬ د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې په لاس لرلو او د مني لانډرڼنګ سره د …
سعودي وګري له د ترهه ګرۍ په جرم ثابتېدو د مرګ سزا وركړې شوه

مزید خبریں
رياض۔29 جنوري (اے پي پي) سعودي عرب كښې د ترهه ګرۍ بشمول د بېلو جرمونو په ثابتېدو د سعودي وګړي له د مرګ سزا وركړې شوه۔د اردو نيوز تر مخه د سعودي داخله وزارت تېره ورځ ووئېل د سعودي وګړے علي عبدالجليل آل سلېمان سېكورټي فورس په ېريد كولو ٬ په هغوي ډزو كولو ٬ د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې په لاس لرلو او د مني لانډرڼنګ سره د وسلې خرڅولو په تور نيولے ؤ ۔ د هغه نه چې پلټنې وشوې نو د ټولو شواهدو او دليلونو سره عدالت ته وړاندې كړے شو چرته چې په تور ثابتېدو عدالت هغه ته په زمكه د فساد كولو په سبب د سر قلم كولو سزا واوروله۔ وزارت ووئېل د پرېكړې د اپيل كورټ نه په تصديق او د ايوان شاهي د منظورۍ نه پس د نهې په ورځ په سزا عمل درآمد وكړے شو۔










