سعودي عرب په منطقه كښې د وړومبي لګژري ټرين ډيزرټ ډريم ډيزائن معرفي كړو

رياض۔ 29 جنوري(اے پي پي) سعودي عرب په منطقه كښې د وړومبي لكژري ټرين ډيزرټ ډريم ډيزائن معرفي كړو ۔ په دې كښې د مملكت د كلتور څرګندولو كښې صحرائي مناظر په بېلا بېلو رنګونو كښې وړاندې كړے شوي۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي ريلوے سار د اطاليه وزيراعظم د سعودي دورې په مهال دا تجويز شوي د منځني ختيز د وړومبي فائي سټار لګژري ټرېن ختمي …

رياض۔ 29 جنوري(اے پي پي) سعودي عرب په منطقه كښې د وړومبي لكژري ټرين ډيزرټ ډريم ډيزائن معرفي كړو ۔ په دې كښې د مملكت د كلتور څرګندولو كښې صحرائي مناظر په بېلا بېلو رنګونو كښې وړاندې كړے شوي۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي ريلوے سار د اطاليه وزيراعظم د سعودي دورې په مهال دا تجويز شوي د منځني ختيز د وړومبي فائي سټار لګژري ټرېن ختمي ډيزائن جاري كړے دے ۔ د اټلي كمپنۍ ارسينالي په مرسته د دې ډيزرټ ډريم نومې لګژري ټرين كښې د سعودي عرب كلتور رامخې ته كړے شوے او صحرائي مناظر په بېلو رنګونو كښې وړاندې كړے شوي۔ د ډيزرټ ډريم به 14 ډبې وي چې پكښې 34 لګژري سوئټس شامل دي كوم به چې مسافرو له معياري اسانۍ وركوي۔ په ټرېن كښې به مسافرو له د فرسټ كلاس رېستوران سهولت هم وي چرته به چې نړيوال او ځايي شيف خدمات تر سره كوي۔

مزید خبریں