ملګري ملتونه 29 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د جمهوريه کانګو زيات شوے بحران کوم عسكري حل نه لري، ډلي بايد خبرو اترو ته پام لرنه وكړي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منير اکرم تيره ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ناڅاپي غونډه كښې وكړه ۔ د روانډا مرستيالو اېم ۔23 ياغيانو د جمهوريه کانګو ختيزي برخي تر ټولو لويې ښار ګوما کنټرول تر لاسه …
د جمهوريه کانګو زيات شوے بحران کوم عسكري حل نه لري، ډلي بايد خبرو اترو ته پام لرنه وكړي۔منير اکرم

مزید خبریں
ملګري ملتونه 29 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د جمهوريه کانګو زيات شوے بحران کوم عسكري حل نه لري، ډلي بايد خبرو اترو ته پام لرنه وكړي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منير اکرم تيره ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ناڅاپي غونډه كښې وكړه ۔ د روانډا مرستيالو اېم ۔23 ياغيانو د جمهوريه کانګو ختيزي برخي تر ټولو لويې ښار ګوما کنټرول تر لاسه كړے۔د پاکستان مندوب په دې اړه د ملګرو ملتونو هنګامي غونډه كښې زور راوړلو سره ووئيل مونږ د روانډا او جمهوريه کانګو دښمني ختمولو او د انګولا صدر جواؤ لورينکو په ثالثۍ كښې د خبرو اترو غوښتنه كوو۔ 15 كسيز سلامتي کونسل په زيات شوي بحران درېو ورځو كښې په دويم ځل غونډه شوې ده ۔د پاکستان مندوب ووئيل اېم 23 په لويه توګه په ګوما کنټرول ترلاسه كوي۔ده دې خبرې ته اشاره كولو سره ووئيل دا مهال ګڼ شمير كسان كډه كوي او ملګري ملتونه او نورې د امن ډلي مارټر او نورې وسلي سره د ډزو او بريدونو سره مخ دي۔ د ملګرو ملتونو د امن درې اهلكار وژلې شوي او دغسې 22 ژوبل شوي او په جمهوريه کانګو كښې د افريقي سيمه ايز امن پوځ ساؤدرن افريقن ډويلپمنټ کميونټي مشن ( اېس اے اېم آئي ډي آر سي ) د اهلکارو هم ډېر زيان شوے دے۔










