واشنګټن۔28 جنوري (اے پي پي) د غزه اولس په حقله د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز تبصره كښې د المان خارجه وزارت د غزه د پټۍ نه د فلسطينيانو اردون يا مصر ته د منتقل كولو په خيال تبصره كړې ده۔ د العربيه تر مخه د جرمن خارجه وزارت وئېلي دي د فلسطين اولس د غزه نه بے دخله كول نه دي بكار ۔ واضحه دې وي د امرېكې …
فلسطنيان دې بې كوره نه كړې شي۔ د ډونلډ ټرمپ په وړاندېز د المان غبرګون

مزید خبریں
واشنګټن۔28 جنوري (اے پي پي) د غزه اولس په حقله د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز تبصره كښې د المان خارجه وزارت د غزه د پټۍ نه د فلسطينيانو اردون يا مصر ته د منتقل كولو په خيال تبصره كړې ده۔ د العربيه تر مخه د جرمن خارجه وزارت وئېلي دي د فلسطين اولس د غزه نه بے دخله كول نه دي بكار ۔ واضحه دې وي د امرېكې صدر په وړاندېز لرلو په لويه پېمانه غبرګون رامخې ته شوے دے۔ د المان دا موقف د امرېكې صدر د اړخه د فلسطينيانو مصر يا اردن ته د منتقل كولو د وړاندېز نه پس رامخې ته شوے دے ۔ پخپله صدارتي الوتكه كښې د خبريالانو سره خبرو كښې ډونلډ ټرمپ وئېلي وو اردن او مصر له د زيات نه زيات فلطسنيان مېشته كول غواړي په خاص توګه ځكه هم چې د غزه پټۍ بيخي تباه شوې ده او هلته د اړي ګړي صورتحال دے۔ ټرمپ دا هم وئېلي وو د فلسطنيانو د هېواد پرېښودل اوږد مهاله يا عارضي كېدې شي۔ د دونلد ټرمپ په حواب كښې اردن د خپل خارجه وزير ايمن الصفدي په زريعه د فلسطنيانو كده كول مسترد كړې وه۔ د هغه د پرېس كانفرنس نه پس د مصر خارجه وزير هم د خپل هېواد په لوري د فلسطنيانو د بې كوره كولو هلې ځلې مسترد كولو پخلے كړے ؤ۔











