انقره۔ 28 جنوري (اے پي پي) تركيه كښې تېره اونۍ د سېلګرۍ په ځائے د كرتا لكيا سيمې په سكي ريزورټ هوټل كښې په اور لګېدو كښې 78 كسان ژوندي سوځېدلې وو ۔ د پلټنو په ضمن كښې 19 كسان نيولې شوي۔ د اے بيف پي تر مخه انا طوليه سركاري نيوز ايجنسۍ رپورټ كښې وئېلي دي په نيولے شوو كښې د سيمې نائب ميئر ٬ نائب فائر چيف او …
تركيه ٬ په هوټل كښې د اور لګېدو پلټنو نه وروستو 19 كسان ونيولے شول

مزید خبریں
انقره۔ 28 جنوري (اے پي پي) تركيه كښې تېره اونۍ د سېلګرۍ په ځائے د كرتا لكيا سيمې په سكي ريزورټ هوټل كښې په اور لګېدو كښې 78 كسان ژوندي سوځېدلې وو ۔ د پلټنو په ضمن كښې 19 كسان نيولې شوي۔ د اے بيف پي تر مخه انا طوليه سركاري نيوز ايجنسۍ رپورټ كښې وئېلي دي په نيولے شوو كښې د سيمې نائب ميئر ٬ نائب فائر چيف او د هوټل مالك او د يوې بلې ادارې مشر شامل كړے شوي۔ په 21 جنورۍ د رامخې ته شوې پیښې پلټنو كښې د هوټل انتظاميه او د تركيه بولو ولايت كښې د بېړني سروسز نافذ كوونكو چارواكو ته پام مركوز كړے ٬ د دې نه وړاندې د هوټل مالك ٬ د هغه زوم ٬ د هوټل چيف الېكټرېشن او هيډ شيف د جمعې په ورځ د پلټنو لپاره نيولے شوي وو ۔ په پیښه كښې بچ پاتې كېدونكو كسانو او پوهانو په دې 12منزله ودانۍ كښې د فائر الارم ٬ په اور د اوبو اچولو نظام ٬ د دوړې ډېټېكټرز او د اور لګېدو يا د پیښې په صورت د وادنۍ نه د وتلو د ايمرجنسي لارو نه لرلو ذكر كړے دے۔











