كابل۔24 جنوري (اے پي پي)د نړيوال فوجدارۍ عدالت (انټر نېشنل كرېمنل كورټ) چيف پراسېكيوټر كريم خان په افغانستان كښې په مېرمنو د ظلم او ستم تور تر مخه د سينئر طالب لارښودو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولو لپاره درخواست دائر كړے دے۔ د امرېكې خبر رسنې ادارې تر مخه د زيارت په ورځ د آي سي سي چيف پراسېكيوټر خپل يو بيان كښې ووئېل ما ججانو ته درخواست كړے چې …
په آئي سي سي كښې د طالبانو سپريم ليډر د ګرفتارۍ لپاره درخواست دائر شو

مزید خبریں
كابل۔24 جنوري (اے پي پي)د نړيوال فوجدارۍ عدالت (انټر نېشنل كرېمنل كورټ) چيف پراسېكيوټر كريم خان په افغانستان كښې په مېرمنو د ظلم او ستم تور تر مخه د سينئر طالب لارښودو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولو لپاره درخواست دائر كړے دے۔ د امرېكې خبر رسنې ادارې تر مخه د زيارت په ورځ د آي سي سي چيف پراسېكيوټر خپل يو بيان كښې ووئېل ما ججانو ته درخواست كړے چې د طالبانو سپريم ليډر هيبت الله اخونزاده او د سپريم كورټ مشر عبدالحكيم حقاني د نيولو وارنټ جاري كړي۔ دا درخواستونه دا خبره تسليموي چې د افغان مېرمنو او انجونو پشمول ايل جي بي ټي كيو آئي پلس ټولنه د طالبانو د لاسه د نه زغملېدونكې ظلم او ستم ښكار ده۔ یه 2021 كښې چې طالبانو د هېواد كنټرول بېا تر لاسه كړے ٬ هغوي مېرمنې د ملازمتونو ٬ اولسي ځايونو ته د تللو او د شپږم ټولي نه وړاندې د تعليم تر لاسه كولو نه ايسارې كړې دي۔











