ډيووس۔24 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ پخپل ورومبي خطاب كښې چې هغه نړيوال اكنامك فورم ته كولو د دې خبرې تصديق وكړو چې هغه په څلورو ورځو كښې هغه كار وكړو كوم چې د بائېډن انتظاميه په 4 كلونو كښې ونه كړے شو۔د العربيه تر مخه كومې برېكړې چې هغه په 3 ورځو كښې وكړې د هغې به د هېواد په معيشت ډېر ګټور اثرات مرتب …
د په څلورو ورځو كښې مې هغه كار وكړو كوم چې د بائېډن انتظاميه په 4 كلونو كښې ونه كړے شو ٬ صدر ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
ډيووس۔24 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ پخپل ورومبي خطاب كښې چې هغه نړيوال اكنامك فورم ته كولو د دې خبرې تصديق وكړو چې هغه په څلورو ورځو كښې هغه كار وكړو كوم چې د بائېډن انتظاميه په 4 كلونو كښې ونه كړے شو۔د العربيه تر مخه كومې برېكړې چې هغه په 3 ورځو كښې وكړې د هغې به د هېواد په معيشت ډېر ګټور اثرات مرتب شي۔ د غزه لوظنامې په اړه صدر ټرمپ ووئېل كه زما انتظاميه نه وه نو په دې اونۍ كښې به غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامه نه وه شوې۔ ده دا اعلان هم وكړو چې زه به د امرېكې معيشت له اډاڼه وركولو له د سود په شرح كښې سمدستي د كمي كولو خواست كوم۔ ده ووئېل زما پېغام د كاروباري ورورولۍ لپاره دے چې هغوي خپل مصنوعات په امريكا كښې جوړوي ۔ ده دا هم لوظ وكړو چې كنګرېس به د هېواد د تاريخ تر ټولو زيات په ټېكس كښې د كمي كولو منظوري وركړي۔ د دفاع په حقله ډونلډ ترمپ ووئېل زه به د ناټو هېوادونو ته د دفاعي خرڅونو د جي ډي پي تر 5 فيصد زياتولو لپاره وايم۔ ده ووئېل د امرېكې پولي خوندي كولو كار د وړاندې نه پېل شوے دے او پوځي ډلې د بريد تمبولو لپاره په ځائے كړے شوي ۔ده ووئېل امريكا به د تېلو او ګاز د وسائلو نه د ګټې پورته كولو په وړومبي صف هېوادونو كښې اودرولے شي۔ د هغه وېنا وه چې د تېلو بيعه د يوكرېن جنګ د سمدستي خاتمې سبب ګرځېدې شي۔ پخپل هېواد كښې د امېګرېشن په معامله خبره كښې ووئېل زه به دا ختمووم ٬ ده اشاره وركړه چې د بيړني حالت اعلان كړے شوے او هغه به غېر قانوني كډه كوونكې خپلو هېوادونو ته بېرته لېږي۔











