د سعودي عرب ولي عهد سره د امرېكې خارجه وزير تماس٬ د شريكو اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه

رياض۔ 24 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د امرېكې خارجه وزير مار كوربيو په ټېلې فون تماس نيولے او د شرېكو اړيكو په وده يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د سعودي عرب پرېس ايجنسۍ تر مخه ولي عهد او د امرېكې خارجه وزير د دوه ارخيزه اړيكو په وده او بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو ته اتفاق كړے۔ شهزاده …

رياض۔ 24 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د امرېكې خارجه وزير مار كوربيو په ټېلې فون تماس نيولے او د شرېكو اړيكو په وده يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د سعودي عرب پرېس ايجنسۍ تر مخه ولي عهد او د امرېكې خارجه وزير د دوه ارخيزه اړيكو په وده او بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو ته اتفاق كړے۔ شهزاده محمد بن سلمان او مار كوروبېو د سيمه ايزو او نړيوالو چارو نه علاوه منطقې ته په پیښ تازه صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔